هند او نور هیوادونه دچین د پرمختګ خنډ نشی کیدلای
https://parstoday.ir/ps/news/world-i58823-هند_او_نور_هیوادونه_دچین_د_پرمختګ_خنډ_نشی_کیدلای
زمونږخبریال وایی په امریکا کښې د چین سفیر وویل هندوستان ته دامریکا د وسلو ورکول د چین دکلابندۍ د سیاست برخه ده او زیاته یې کړه د هندوستان په شمول د دنیا هیڅ هیواد دچین د پرمختګ مخه نشی نیولای .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 02, 2017 03:54 Asia/Kabul
  • امریکا  په هغه هدف کښې نشي بریالۍ کیدلای چې له هندوستان سره له ملګرتیا یې لري .
    امریکا په هغه هدف کښې نشي بریالۍ کیدلای چې له هندوستان سره له ملګرتیا یې لري .

زمونږخبریال وایی په امریکا کښې د چین سفیر وویل هندوستان ته دامریکا د وسلو ورکول د چین دکلابندۍ د سیاست برخه ده او زیاته یې کړه د هندوستان په شمول د دنیا هیڅ هیواد دچین د پرمختګ مخه نشی نیولای .

په امریکا کښې دچین سفیر د چین دجنوبی سمندر په اړه دامریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په وینا  دغصې په څرګندولو سره وویل دامریکا ولسمشر باید په هرې چارې کښې له ګوتې وهلو ډډه وکړی او زیاته یې کړه د هند په شمول دنړۍ هیڅ هیواد دچین دپرمختګ مخه نشی نیولای .

هغه هندوستان  ته په خبرداری سره وویل نوی ډیلی د امریکا د بې پایلوټه الوتکو او د دفاعی ټیکنالوژۍ په ترلاسه کولو سره چین ته تاوان نشی رسولی .

په امریکا کښې دچین سفیر وویل امریکا  په هغه هدف کښې نشی بریالۍ کیدلای چې له هندوستان سره له ملګرتیا یې لری .