هند او نور هیوادونه دچین د پرمختګ خنډ نشی کیدلای
Nov 02, 2017 03:54 Asia/Kabul
-
امریکا په هغه هدف کښې نشي بریالۍ کیدلای چې له هندوستان سره له ملګرتیا یې لري .
زمونږخبریال وایی په امریکا کښې د چین سفیر وویل هندوستان ته دامریکا د وسلو ورکول د چین دکلابندۍ د سیاست برخه ده او زیاته یې کړه د هندوستان په شمول د دنیا هیڅ هیواد دچین د پرمختګ مخه نشی نیولای .
په امریکا کښې دچین سفیر د چین دجنوبی سمندر په اړه دامریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په وینا دغصې په څرګندولو سره وویل دامریکا ولسمشر باید په هرې چارې کښې له ګوتې وهلو ډډه وکړی او زیاته یې کړه د هند په شمول دنړۍ هیڅ هیواد دچین دپرمختګ مخه نشی نیولای .
هغه هندوستان ته په خبرداری سره وویل نوی ډیلی د امریکا د بې پایلوټه الوتکو او د دفاعی ټیکنالوژۍ په ترلاسه کولو سره چین ته تاوان نشی رسولی .
په امریکا کښې دچین سفیر وویل امریکا په هغه هدف کښې نشی بریالۍ کیدلای چې له هندوستان سره له ملګرتیا یې لری .
ټیګونه