په سوریه کی د ایران او روسیی د همکارۍ ښه تجربه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i58843-په_سوریه_کی_د_ایران_او_روسیی_د_همکارۍ_ښه_تجربه
د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آیت الله العظمی خامنه ای؛ د چهار شنبی په مازدیګر د روسیې د ؤلس مشر «ولادیمیر پوتین» په کتنه کی ټینګار وکړ: په سوریه کی د همکارۍ ښی تجربی وښودل؛ چی ګډ اهداف رښتنی کیدونکی دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 02, 2017 14:05 Asia/Kabul
  • په سوریه کی د ایران او  روسیی د همکارۍ  ښه تجربه

د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آیت الله العظمی خامنه ای؛ د چهار شنبی په مازدیګر د روسیې د ؤلس مشر «ولادیمیر پوتین» په کتنه کی ټینګار وکړ: په سوریه کی د همکارۍ ښی تجربی وښودل؛ چی ګډ اهداف رښتنی کیدونکی دی.

حضرت آیت الله العظمی خامنه ای پدې کتنه کی، څرګنده کړه: په سوریه کی د ترهه ګرو د ملاتړ کونکی امریکایی ائتلاف ماته؛ یو نه انکار کیدونکئ واقعیت دئ، خو هغوی هماغه راز؛ په پلان سنجولو او توطئې لګیا دی، ځکه نو د سوریی د مسئلې کامله هوارې، د ټینګو همکاریو ادامې ته اړمنه ده. د اسلامی انقلاب معظم لارښود، د یو شمیر بهرنیو هیوادونو تر ملاتړ لاندی؛ د تکفیری ترهه ګرو په وړاندی  د ایران او روسیی دریدل، له مهمو نتایجو څخه برخور وبلل، او زیاته یی کړه: په سوریه کی د ترهه ګرو د فتنې او فساد په وړاندی د تهران او مسکو ګډ دریدل، معنا لرونکی دی؛ او روسیه یی د آسیا د لویدیځی سیمی په مسایلو کی، اغیز شیندونکې ګرځولی ده. 

په سوریه کی، هم د عمل په میدان کی؛ او هم په سیاسی ډګر کی، د ایران او روسیی همکارې؛ له معنا څخه ډکه همکارې وه؛ او مثبتی پایلی یی لرلی دی. له ۲۰۱۵ کال څخه سوریی ته د روسیې په پوځی ورتګ سره، او په عین حال کی د ایران د اسلامی جمهوریت په اغیزشیندونکی رول سره، د سوریی سیاسی او پوځی معادلو بدلون وکړ. د تهران او مسکو ښی تجربی، او رغونکې همکاری، حاضر دمه سوریه په لوړ موقعیت کی را وستې ده، او د داعش ترهه ګرو تحرکات او فعالیتونه؛ د سوریی په ختیځ کی د دیر الزور په خواو شا، محدود شوی دی.

د ایران او روسیی جبهه؛ د سوریی دولت او د مقاومت ځواکونو په همکارۍ سره، د ټروریزم په وړاندی  د مبارزې رښتنې جبهه جوړوی، او دغې جبهې عملاً په سوریه کی د امریکی؛ اسرائیلو او د هغوی د متحدینو توطئې شنډی کړی دی. په سوریی باندی په هوایی او توغندویی پرله پسی حملو سره؛ پدغه هیواد کی د اسرائیلو زورونکی تحرکات؛ د سوریی په بدلونونو کی د ځان ښودلو لپاره هڅه ده، خو د ایران او روسیی د رغنده همکارۍ په نتیجه کی؛ اوسنئ واقعیت، د سوریی له معادلو څخه  د اسرائیلو؛ امریکی او د هغوی د سیمه ایزو متحدینو څنګته کیدل دی. په سوریه کی د ایران او روسیی د همکارۍ تجربی، له ټروریزم سره په مبارزه کی اغیزمن او کارنده ځواک رامنځته کړئ دئ، او له دې سره په یو وخت؛ د ترهه ګرو ملاتړئ امریکایی ائتلاف، هماغه راز تخریبی تحرکات د خپل کار په اجنډا کی لری. د سوریی د تجزیی لپاره هڅه کول؛ د داعش د سرغنو ځای پر ځای کول؛ او د«بشار اسد» په قانونی دولت د فشار اچولو په هدف سره؛ په سوریه کی د کیمیاوی موادو له کارولو څخه سیاسی استفاده کول، په سوریه کی د ترهه ګرو د ملاتړی امریکایی ماته خوړلی ائتلاف له پلانونو څخه دی.  

د روسیی د مسایلو کار پیژاندی«شعیب بهمن» پدې هکله وویل:« تهران ته د ولادیمیر پوتین سفر دا پیغام لری، چی په سوریه او په نړیواله کچه کی به، د ایران او روسیی همکارۍ هماغه راز دوام ولری، او دغه همکارۍ له ټروریزم سره د مبارزې برسیره؛ د سوریی د موضوعګانو او مشکلاتو هوارول هم له ځانه سره لری.

د سوریی د بحران د سیاسی حل لپاره د ایران او روسیی همکاری؛ هم امریکایی ائتلاف ګوښی ته شړلئ دئ، او هم د« آستانه پروسی» د امریکی د ارادې څخه په غیر، د ایران او روسیی په ابتکار او نووښت سره، د سوریی سیاسی وضعیت سم او سمبال کړئ دئ. د آستانه په پروسه کی د خپل هیواد په سیاسی وروستۍ فیصله کی د سوریی د خلګو په رول باندی ټینګار، اساسی اصل دئ. په همدی چوکاټ کی ولادیمیر پوتین؛ د اسلامی انقلاب د معظم لارښود سره په کتنه کی، د سوریی د ځمکنۍ بشپړتیا ساتل، او د بشار اسد له دولت څخه ملاتړ کول، د روسیی د بهرنی سیاست له اصولو څخه وبلل، او ویی ویل: په سوریه کی هر ډول بدلون اوتحول باید له دننی څخه بڼه ونیسی.