فلسطین د اسلامی نړۍ لومړی موضوع ده
-
اسرائیلو د فلسطین د ملي پخلاینې د پلان د منلو لپاره درې(۳) شرطونه مطرح کړي دي .
زمونږخبریال وایی په نړیوالو چارو کښې دایران داسلامی انقلاب د ستر لارښود سلاکار علی اکبر ولایتی دفلسطین په اړه په لبنان کښې د مقاومت دعلماو دنړیوالې اتحادیې په دوهمې(۲) نړیوالې غونډې کښې وویل داسلامی انقلاب د ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علی خامنه ای په لارښوونو سره فلسطین تل د اسلامی نړۍ لومړۍ موضوع ده او وی به .
هغه بیګا دلبنان په پلازمینې بیروت کښې د مقاومت دعلماو د نړیوالې اتحادیې د دوهمې(۲) نړیوالې غونډې دپاې په مراسمو کښې وویل څرنګه چې دغه غونډه د ایران داسلامی انقلاب د ستر لارښود په پیغام سره پیل شوه ددې ښودنه کوی چې هغه حضرت څومره د فلسطین موضوع ته لومړیتوب ورکوی .
په نړیوالو چارو کښې دایران داسلامی انقلاب دستر لارښود سلاکار علی اکبر ولایتی په دې خبرې سره چې د سیمې ځینې عرب هیوادونه چې د انګلستان او امریکا عاملان دی په سپین سترګی توب سره له اسرائیلو رژیم سره د اړیکو دعادی کولو په حال کښې دی وویل په بیروت کښې د اسلامی دنړۍ د سترو علماو د راغونډیدا معنا دا ده چې د فلسطین د ازادۍ لاره مقاومت دی او سازباز هیڅ معنا نلری .
هغه د صهیونیسټ رژیم د زیات غوښتنو په اړه هم وویل اسرائیلو د فلسطین د ملی پخلاینې د پلان د منلو لپاره درې(۳) شرطونه مطرح کړی دی لومړی(۱) شرط دا چې دفلسطین مبارزان وسلې په زمکه کیږدوی دوهم(۲) شرط دا چې صهیونیسټ رژیم په رسمیت وپیژندی او دریم(۳) شرط دا چې له ایران سره اړیکې غوڅې کړی .
علی اکبر ولایتی وویل د فلسطین حماس غورځنګ ویلی دی د اسرائیلو لومړی(۱) اودوهم(۲) شرط د فلسطین دمقاومت سره کرښه ده خو دریم(۳) شرط ته یې د خبرو په ځاې په عمل سره ځواب ورکړ او دحماس یو لوړرتبه او فیصله کونکی پلاوی یې ایران ته رواستوه چې اسرائیل پوه شی چې له ایران سره د حماس د اړیکو دغوڅولو ارزو به قبر ته له ځان سره یوسی .
علی اکبر ولایتی وویل د ایران د اسلامی جمهوریت د تاریخ له لومړیو څخه تل د فلسطین په ملاتړ کښې جدی وو او دی او مهم ټکی دا دی چې اسلامی علماو تل دصهیونیسټانو په وړاندې د اسلامی نړۍ او دمسلمانانو د دفاع لپاره ولاړ دی .