پاکستان زیارتوالو ته ښه خدمات نه وړاندې کوی
-
دمیرجاوه د سرحدي ټرمینل ټولې ادارې څلورویشت (۲۴)ساعته د پاکستان حسیني زیارتوالو ته خدمات وړاندې کوي .
زمونږخبریال وایی دایران په جنوب ختیځ کښې د سیستان او بلوچستان ولایت د اربعین دکمیټۍ مشر علی اصغر میرشکاری د میرجاوه سرحد ته نږدې د پاکستان دحسینی زیارتوالو د ځنډیدا علت ددغه هیواد په داخل کښې زیارتوالو ته دخدماتو د ورکولو له کمزورتیا سره اړونده وباله .
هغه په دې خبرې سره چې له تیرې چهارشنبې ورځې راهسې د پاکستان اوه ویشت زره(۲۷۰۰۰) زیارتوال ایران ته د راتلو په تمه دی وویل له دغه شمیر زیارتوالو څخه یوازې کابو پینځه زره (۵۰۰۰)کسان له میرجاوه سرحد څخه د ایران دسیستان او بلوچستان ولایت ته راننوتلی دی او دوه ویشت زره (۲۲۰۰۰)نور زیارتوال اوس هم دپاکستان په خاوره کښې پاتې دی .
میرشکاری وویل په پاکستان کښې سرحد ته د زیارتوالو د ورتلو لپاره خدمات کمزوری دی او دزیارتوالو په پاسپورټونو د غور لپاره د پاکستان د مامورانو شمیر کم دی .
د ایران دسیستان او دبلوچستان ولایت د اربعین دکمیټۍ مشر علی اصغر میرشکاری وویل په ترسره شوی تعقیبونو سره دپاکستان چارواکو دایران بلوچستان ولایت ته د زیارتوالو د ورتلو د مشکل دختمولو لپاره د هڅې ژمنه کړی ده .
د ایران د میرجاوه والي (Governor) محمد میهنی هم ویلی دی چې دمیرجاوه د سرحدی ټرمینل ټولې ادارې څلورویشت (۲۴)ساعته د پاکستان حسینی زیارتوالو ته خدمات وړاندې کوی .