بریتانیا د اسرائیلورژیم په جوړولو فخر وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/world-i58855-بریتانیا_د_اسرائیلورژیم_په_جوړولو_فخر_وکړ
زمونږ خبریال وای دجیمز بالفور د شرمونکی اعلامیې د خپریدا د سلمې(۱۰۰) کلیزې مراسم بیګا په لندن کښې د صهیونیسټ رژیم د سرغنو او د انګلستان د چارواکو په ګډون سره وشول او لومړۍ وزیرې میرمن ټریسا مې د اسرائیلو رژیم په رامینځته کولو کښې د لندن په رول ویاړ وکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 03, 2017 02:55 Asia/Kabul
  • انګلستان د بالفور د اعلامیې په اړه بخښنه نه غواړي .
    انګلستان د بالفور د اعلامیې په اړه بخښنه نه غواړي .

زمونږ خبریال وای دجیمز بالفور د شرمونکی اعلامیې د خپریدا د سلمې(۱۰۰) کلیزې مراسم بیګا په لندن کښې د صهیونیسټ رژیم د سرغنو او د انګلستان د چارواکو په ګډون سره وشول او لومړۍ وزیرې میرمن ټریسا مې د اسرائیلو رژیم په رامینځته کولو کښې د لندن په رول ویاړ وکړ .

د صهیونیسټ رژیم لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو وړمه شپه د انګلستان د لومړۍ وزیرې میرمن ټریسا مې په بلنه د بالفور د اعلامیې دخپریدا د سلمې(۱۰۰) کلیزې په مراسمو کښې دګډون لپاره لندن ته تللی دی .

دانګلستان لومړۍ وزیرې ټریسا مې د جیمز بالفور اعلامیه چې د جعلی صهیونیسټ رژیم د رامینځته کیدا سبب شوه د بریتانیه دهغه وخت د خارجه وزیر ارتور جیمز بالفور نوښت وباله .

هغې دفلسطین په ټاټوبی کښې دصیهونیسټ رژیم د نیواکګرۍ او د بالفور د اعلامیې د دفاع کولو په ترڅ کښې ادعا وکړه په دغه اعلامیې کښې د فلسطینیانو حقونه په نظر کښې نیول شوی او له دې کبله انګلستان د بالفور د اعلامیې په اړه بخښنه نه غواړی .

دصهیونیسټ رژیم له لومړی وزیر نتانیاهو د انګلستان دلومړۍ وزیرې ټریسا مې له  کوربه توب سره په یو وخت دنړۍ په بیلابیلوهیوادونو کښې د بالفور داعلامیې د غندنې په مناسبت مظاهرې وشوې او مظاهره چیانو له انګلستان وغوښتل د بالفور داعلامیې په اړه د فلسطین له خلکو بخښنه وغواړی .