مقاومت دفلسطین د ازادولو یوازنۍ لاره ده
https://parstoday.ir/ps/news/world-i58857-مقاومت_دفلسطین_د_ازادولو_یوازنۍ_لاره_ده
زمونږخبریال وایی دمقاومت دعلماو دنړیوالې اتحادیې دوهمې غونډې پرون د لبنان په پلازمینې بیروت کښې د فلسطین له مسلې په ملاتړ کښې دیوې بیانیې په خپرولو سره خپل کار پاې ته ورسوه .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 03, 2017 04:03 Asia/Kabul
  • دمقاومت علماو له صهیونیسټ رژیم دمبارزې او د فلسطین دملت له مبارزې د اسلامي او د عربو هیوادونو دملاتړ غوښتنه وکړه .
    دمقاومت علماو له صهیونیسټ رژیم دمبارزې او د فلسطین دملت له مبارزې د اسلامي او د عربو هیوادونو دملاتړ غوښتنه وکړه .

زمونږخبریال وایی دمقاومت دعلماو دنړیوالې اتحادیې دوهمې غونډې پرون د لبنان په پلازمینې بیروت کښې د فلسطین له مسلې په ملاتړ کښې دیوې بیانیې په خپرولو سره خپل کار پاې ته ورسوه .

دغه غونډه له تیرې چهارشنبې ورځ راهسې  دوام درلود .

په دغه بیانیې کښې د بالفور د سپیرې اعلامیې په خپرولو کښې د انګلستان د حکومت د اقدام او له صهیونیسټانو د لندن د پرله پسې ملاتړ په غندلو سره ویل شوی دی دنیواکی فلسطین د ټاټوبی د ازادولو په اړه  د الهی ژمنې د تحقق یوازنۍ لاره مقاومت دی او دا یوازنۍ لاره ده چې دفلسطین د ازادۍ او دهغه دبیرته لاس ته دراتلو سبب کیږی .

په لبنان کښې دمقاومت دعلماو نړیوالې اتحادیې دبالفور له اعلامیې په بیا ملاتړ کښې د انګلستان دحکومت سیاست وغاند او لندن یې دهغو ټولو جنایتونو او د وینو دبهیدا مسوول وباله چې دفلسطین خلک له تیرو سلو کلونو راهسې ورسره لاس او ګریوان دی .

په دغه بیانیې کښې ویل شوی بیت المقدس فلسطینی او عربی ښار دی او وی به او مسجد الاقصی به هم د عربی او اسلامی سپیڅلی ځاې په توګه پاتې شی او دمقاومت علما ددغه جومات له زمانی او مکانی ویش سره مخالف دی .

د لبنان د مقاومت دعلماو  دنړیوالې اتحادیې په بیانیې کښې له صهیونیسټ رژیم سره د  اړیکو د عادی کولو دهڅې لپاره د ځینو عربو رژیمونو په تیره بیا دسعودی عربستان درژیم اقدام غندل شوی دی .

دمقاومت علماو له صهیونیسټ رژیم دمبارزې او د فلسطین دملت له مبارزې د اسلامی او د عربو هیوادونو دملاتړ غوښتنه وکړه .

اسلامی علماو دیمن کړکیچ ته هم اشاره وکړه او دیمن له ملت سره د سعودی عربستان د رژیم د ظالمانه جنګ دغندلو په ترڅ کښې یې ددغو تیریو د سمدستی ختمیدا او په میانمار کښې  د روهینګیا دمسلمانانو د نسل وژنې دبندیدا غوښتنه یې وکړه .