دانګلستان خلکو دفلسطین په ملاتړ کښې مظاهرې وکړې
-
امریکا او انګلستان د اسرائیلو د جعلي رژیم ستر ملاتړي هیوادونه دي .
ایرنا خبری اژانس راپور راکړی د لندن خلکو دصهیونیسټ رژیم پرضد دمظاهرو او غونډې په ترسره کولو سره داسرائیلو دجنایتونو او دنیواکګرۍ په وړاندې د فلسطین دملت ملاتړ وکړ
دانګلستان په زرګونو مسلمانانو ، یهودیانو او دمدنی ټولنو فعالانو پرون د بالفور د اعلامیې له سلمې(۱۰۰) کلیزې سره په یووخت په لندن کښې دامریکا د سفارت مخ ته د غونډې د جوړولو په ترڅ کښې د فلسطین د نیواکی ټاټوبو د ازادیدا غوښتنه وکړه .
په دغه غونډې کښې ګډون کونکو دفلسطین له خلکو سره د پیوستون داعلانولو لپاره له شعارونو وروسته د بریتانیا دپارلمان په لور حرکت وکړ .
په دغه اعتراضیه غونډې او مظاهرو کښې ګډون کونکو د فلسطین د بیرغ د رپولو په ترڅ کښې په لاسونو کښې داسې پلې کارډونه نیولی وو چې ورباندې لیکل شوی وو فلسطین باید ازاد شی .
امریکا او انګلستان د اسرائیلو د جعلی رژیم ستر ملاتړی هیوادونه دی .