ایا د پاکستان شیعیان د ازاد ژوند حق نلری ؟
. د پاکستانی کاروان د دغه کفیل په وینا د میرمنو او ماشومانو په شمول یو شمیر بوډاګان د خوړو څښو د نیشتوالی اوډیرې ګڼې ګوڼې په خاطر سخت کمزوری شول او په نهایت کې دوه ماشومان او دوې میرمنې وفات شوې
د تهران د پښتو راډیو له راپور سره سم د تسنیم خبری اژانس د ایران د سیستان و بلوچستان د اربعین کمیټۍ د مشر علی اصغر میرشکاری له قوله راپور ورکوی د ایران خاورې ته د پاکستانی زایرینو راتګ له پاکستانی مسولانو سره د خارجه وزارت ،د هیواد او ولایت د نورو مسولانو په سلاو مشورو پسې اسان شوی دی . د میرشکاری په وینا تر پرون مازیګره ۵۰۰۰ پاکستانی زایرین د میرجاوې په پوله کې موجود دی چی دا کسان به د هغو د کاروانونو د مشرانو ایران ته ته ورداخلیدا سره ، زاهدان په لور روان شی . دا په داسې حال کی دی چی له تفتان پولې رارسیدلی راپورونه د دې ښودنه کوی چی د امام حسین علیه سلام زایرین په ډیر بد وضعیت کې هلته دیره دی . د پاکستان له بیلا بیلو ښارونو په ۷۰۰ بسونو کې په زرګونو پاکستانی زایرین چی په کربلا کې د امام حسین علیه سلام او د کربلا د شهیدانو د اربعین په دستورو کې د ګډون لپاره کربلای معلی په لور روان وو ، د پاکستان د امنیتی عسکرو او مسولانو لخوا د زایرینو کاروانونه نه یوازې ښه مدیریت نه شول بلکې د یوه کاروان د یوه مشر یا کفیل په وینا چی غوښتل نوم یې په ډاګه نشی او مونږ سره یې ټیلی فونی خبرې کولې ، وویل د پاکستان دولت او امنیتی عسکرو که غوښتلې نو معمولی شانته مشکل به هم زایرینو لپاره نه وو پیښ شوې او لکه څرنګه قصدا یې غوښتل ایران او بیا عراق ته د زایرینو کاروانونه په ځنډ سره ورسی ، کاروانونه یې لومړې په کویټه کې د تفتان په ۶۰۰ کلومیټری کې ایسارول ، نه یې اجازه ورکوله چی کاروانونه په خپل مسولیت د ایران تر پولې لاړ شی او نه یې په وخت امنیتی عسکر د کاروانونو د ساتنې لپاره ورلیږل . د پاکستانی زایرینو دغه کفیل زیاته کړه په کویټه کې په اونیو اونیو زایرین وساتل شول او د تیرې اونۍ په وروستیو کې یې د زایرینو څه د پاسه ۴۰۰ بسونه د ایران د میرجاوې پولې په لور روان کړل او څه د پاسه ۴۰ زره زایرین د پاکستان په خاوره کې د ایران پولې ته ورسیدل ، خو د دغو زایرینو د قانونی کارونو لپاره باید د تفتان په پوله کې د پاکستان د کسټم او کونسلی چارو لپاره په پاسپورټونو خروجی اخیستلې چی دې کار لپاره له لسو زیات کسان نه وو موجود او همداراز دومره زیاتو خلکو لپاره د څښاک د اوبو او خوړو نیستوالی زایرین له دیرو مسکلاتو سره مخامخ کړل . د پاکستانی کاروان د دغه کفیل په وینا د میرمنو او ماشومانو په شمول یو شمیر بوډاګان د خوړو څښو د نیشتوالی اوډیرې ګڼې ګوڼې په خاطر سخت کمزوری شول او په نهایت کې دوه ماشومان او دوې میرمنې وفات شوې ، ځینو زایرینو د تندې او لوږې په خاطر په سرحدی سیمه کې د ایران د پولې په جنګلو ورمنډې کړې او د اسلامی ایران له سرحدی ځواکونو یې اوبه او خوړه غوښتل چی دزیاتره زایرینو اوبه او خوړه د ایران له پولو تامینیدل .
د خالی په شپه له پولې رارسیدلی راپورونه د ې ښودنه کوی چی د پاکستانی مسولانو او مامورانو د کار د سستوالی له امله په زرګونو زایرین د پاکستان په خاوره پاتې دی په داسې حال کې چی د اربعین لپاره ، درې ، څلور ورځې پاتې دی .
نه یوازې په پوله بلکې د پنجاب صوبې په لاره کې هم امنیتی عسکر او پولیسو له زایرینو سره نامناسب چلند کوی ، د جنوبی پنجاب په رکنی سیمه کې یې زایرین په زوره ایسار او شپه یې وږرباندې په ساړه کې تیره کړی ده .
که د پاکستان په تفتان پوله کې د زایرینو انځورونه او ویدیوګانې ولیدل شی چی څرنګه زایرین امنیتی عسکرو لخوا په کوتکو وهل کیږی ، نو هر څوک به دا فکر وکړی چی شاید دلته نیواکې فلسطین دې یا هم میانمار چی مسلمانان د قدس د نیواکګر رژیم یا د میانمار د ظالمو عسکرو لخوا ځپل کیږی .
د یادولو ده چی څو کاله کیږی د پاکستان شیعیان نه یوازې کربلای معلی ته د رسیدا په لاره کې د پاکستانی مسولانو او امنیتی عسکرو له سخت او غیر انسانی چلند سره مخامخ دی بلکې د پاکستان دننه هم شیعیان په تیره بیا فعال شیعیان چی د شیعیانو د حقوقو د احقاق لپاره فعالیت کوی ، د پاکستان د استخباراتی ادارو په تیره بیا ای ایس ای لخوا تښتول کیږی او څه موده کیږی د پاکستان شیعه عالمانو او مشرانو پراخ اعتراضونه کړی دی . له یوې خوا په کراچۍ کې څو عالمان او مشران هره جمعه په خپله خوښه ځانونه زندان ته د تلو لپاره امنیتی عسکرو ته سپاری او له حکومته غواړی چی یا بې درکه شوی شیعیان ازاد کړی یا د پاکستان د درستو زندانونو شیعیان به اعتراض وکړی ، اوس دا پوښتنه مطرح ده چی پاکستان د یوه اسلامی هیواد په توګه د همدې لپاره له انګلستان خپلواکی ترلاسه کړی او له هندوستان جلا شوی وو چی پکې شیعیان د ازاد ژوند حق ونلرلې شی ؟
عاشق حسین طوری