ایا د پاکستان شیعیان د ازاد ژوند حق نلری ؟
https://parstoday.ir/ps/news/world-i58924-ایا_د_پاکستان_شیعیان_د_ازاد_ژوند_حق_نلری
. د پاکستانی کاروان د دغه کفیل په وینا د میرمنو او ماشومانو په شمول یو شمیر بوډاګان د خوړو څښو د نیشتوالی اوډیرې ګڼې ګوڼې په خاطر سخت کمزوری شول او په نهایت کې دوه ماشومان او دوې میرمنې وفات شوې
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 05, 2017 10:14 Asia/Kabul
  • ایا د پاکستان شیعیان د ازاد ژوند حق نلری ؟

. د پاکستانی کاروان د دغه کفیل په وینا د میرمنو او ماشومانو په شمول یو شمیر بوډاګان د خوړو څښو د نیشتوالی اوډیرې ګڼې ګوڼې په خاطر سخت کمزوری شول او په نهایت کې دوه ماشومان او دوې میرمنې وفات شوې

د تهران د پښتو راډیو له راپور سره سم د تسنیم خبری اژانس د ایران د سیستان و بلوچستان د اربعین کمیټۍ د مشر علی اصغر میرشکاری له قوله راپور ورکوی د ایران خاورې ته د پاکستانی زایرینو راتګ له پاکستانی مسولانو سره د خارجه وزارت  ،د هیواد او ولایت د نورو مسولانو په سلاو مشورو پسې اسان شوی دی . د میرشکاری په وینا تر پرون مازیګره ۵۰۰۰ پاکستانی زایرین د میرجاوې په پوله کې موجود دی چی دا کسان به  د هغو د کاروانونو د مشرانو ایران ته ته ورداخلیدا سره ، زاهدان په لور روان شی . دا په داسې حال کی دی چی له تفتان پولې رارسیدلی راپورونه د دې ښودنه کوی چی د امام حسین علیه سلام زایرین په ډیر بد وضعیت کې هلته دیره دی . د پاکستان له بیلا بیلو ښارونو په ۷۰۰ بسونو کې په زرګونو پاکستانی زایرین چی په کربلا کې د امام حسین علیه سلام او د کربلا د شهیدانو د اربعین په دستورو کې د ګډون لپاره  کربلای معلی په لور  روان وو ، د پاکستان د امنیتی عسکرو او مسولانو لخوا  د زایرینو کاروانونه نه یوازې ښه مدیریت نه شول بلکې د یوه کاروان د یوه مشر یا کفیل په وینا چی غوښتل نوم یې په ډاګه نشی او مونږ سره یې ټیلی فونی خبرې کولې ، وویل د پاکستان دولت او امنیتی عسکرو که غوښتلې نو معمولی شانته مشکل به هم  زایرینو لپاره نه وو  پیښ شوې  او لکه څرنګه قصدا یې غوښتل ایران او بیا عراق ته د زایرینو کاروانونه په ځنډ سره ورسی ، کاروانونه یې لومړې په کویټه کې د تفتان په ۶۰۰  کلومیټری کې ایسارول ، نه یې اجازه ورکوله چی کاروانونه په خپل مسولیت د ایران تر پولې لاړ شی  او نه یې په وخت امنیتی عسکر د کاروانونو د ساتنې لپاره ورلیږل . د پاکستانی زایرینو دغه کفیل زیاته کړه په کویټه کې په اونیو اونیو زایرین وساتل شول  او د تیرې اونۍ په وروستیو کې یې د زایرینو څه د پاسه ۴۰۰ بسونه د ایران د میرجاوې پولې په لور روان کړل  او څه د پاسه ۴۰ زره زایرین د پاکستان په خاوره کې د ایران پولې ته ورسیدل  ، خو د دغو زایرینو د قانونی کارونو لپاره باید د تفتان په پوله کې د پاکستان د کسټم او کونسلی چارو لپاره په پاسپورټونو خروجی اخیستلې  چی دې کار لپاره له لسو زیات کسان نه وو موجود او همداراز دومره زیاتو خلکو لپاره د څښاک د اوبو او خوړو نیستوالی زایرین له دیرو مسکلاتو سره مخامخ کړل . د پاکستانی کاروان د دغه کفیل په وینا  د میرمنو او ماشومانو په شمول  یو شمیر بوډاګان  د خوړو څښو د نیشتوالی  اوډیرې ګڼې ګوڼې په خاطر سخت کمزوری شول  او په نهایت کې دوه ماشومان  او دوې میرمنې وفات شوې ،  ځینو زایرینو د تندې او لوږې په خاطر  په سرحدی سیمه کې د ایران د پولې په جنګلو ورمنډې کړې او د اسلامی ایران له سرحدی ځواکونو یې اوبه او خوړه غوښتل  چی دزیاتره زایرینو اوبه او خوړه د ایران  له پولو تامینیدل .

د خالی په شپه له پولې رارسیدلی راپورونه د ې ښودنه کوی چی د پاکستانی مسولانو او مامورانو د کار د سستوالی له امله  په زرګونو زایرین  د پاکستان په خاوره پاتې دی  په داسې حال کې چی د اربعین لپاره ، درې ، څلور ورځې پاتې دی .

نه یوازې په پوله بلکې د پنجاب صوبې په لاره کې هم امنیتی عسکر  او پولیسو له زایرینو سره نامناسب چلند کوی  ، د جنوبی پنجاب  په رکنی سیمه کې یې  زایرین په زوره ایسار او شپه یې وږرباندې په ساړه کې تیره کړی ده .

که د پاکستان په تفتان پوله کې د زایرینو انځورونه او ویدیوګانې ولیدل شی چی څرنګه زایرین  امنیتی عسکرو لخوا په کوتکو وهل کیږی  ، نو هر څوک به دا فکر وکړی چی شاید دلته نیواکې فلسطین دې  یا هم میانمار چی مسلمانان د قدس د نیواکګر رژیم یا د میانمار د ظالمو عسکرو لخوا ځپل کیږی .

د یادولو ده چی څو کاله کیږی د پاکستان شیعیان نه یوازې کربلای معلی ته د رسیدا په لاره کې د پاکستانی مسولانو او  امنیتی عسکرو له سخت او غیر انسانی چلند سره مخامخ دی  بلکې د پاکستان دننه هم  شیعیان په تیره بیا فعال شیعیان چی د شیعیانو د حقوقو د احقاق لپاره فعالیت کوی ، د پاکستان د استخباراتی ادارو په تیره بیا ای ایس ای  لخوا تښتول کیږی  او څه موده کیږی د پاکستان  شیعه عالمانو او مشرانو پراخ اعتراضونه کړی دی  . له یوې خوا په کراچۍ کې  څو عالمان او مشران  هره جمعه په خپله خوښه ځانونه زندان ته د تلو لپاره امنیتی عسکرو ته سپاری  او له حکومته غواړی چی یا بې درکه شوی شیعیان ازاد کړی یا د پاکستان د درستو زندانونو شیعیان به اعتراض وکړی ، اوس دا پوښتنه مطرح ده چی پاکستان د یوه اسلامی هیواد په توګه د همدې لپاره له انګلستان خپلواکی ترلاسه کړی  او له هندوستان جلا شوی وو چی پکې شیعیان د ازاد ژوند حق ونلرلې شی ؟

 

عاشق حسین طوری