مطبوعاتو ته کتنه
د تهران چاپ د ابرار ورځپاڼی یو سرټکئ پدی ډول دئ: په افغانستان کی د جنګی جنایتونو د څیړلو لپاره، د نړیوالی جزایی محکمی غوښتنه.
د نړیوالی جزایی جرمونو یو څارنوال اعلان کړئ، چی په افغانستان کی د تاوتریخوالو او جنګی جنایاتو په باره کی، د یوې څیړنی د کولو پسی دئ. د نړیوالی جزایی محکمی لوړ پوړی څارنوال«فاتو بنسوادا» په یوې بیانیه کی اعلان وکړ: چی په افغانستان کی د جنګی جنایاتو د رسمی دوسیې د خلاصولو لپاره، د دغې محکمی له قاضیانو څخه د غوښتنی کولو په لټه کی دئ. نوموړی زیاته کړه: د قبول وړشواهدو او مدارکو په اساس، دا احتمال شته چی په افغانستان کی جنګی جنایتونه شوی دی، او دغه چاری؛ له ۲۰۰۱ کال څخه، په افغانستان کی د امریکایی ځواکونو د حضور راهیسی سرته رسیدلی دی. د نړیوالی جزایی محکمی څارنوالانو، د خپل تیر میلادی کال په راپور کی اعلان وکړ؛ چی په افغانستان کی، د طالبانو؛ حقانی شبکی؛ افغان ځواکونو؛ او د امریکایی وسله والو قواؤ، او سی؛ آی؛ ای سازمان له خوا د جنایاتو د کیدو په اړه، احتمالی دوسیی وجود لری.
*******
د تهران چاپ د اطلاعات ورځپاڼی لیکلی دی: د لبنان لمړی وزیر«سعد حریری» پرون په عربستان کی، په یو ناڅاپی اقدام کی، له خپل مقام څخه استعفا وکړه.
له هیواد څخه په بهر کی د هغه استعفا؛ پداسی حال کی چی په عربستان کی شتون لری، پدغه اقدام کی د سعودیانو د رول په باره کی ګڼی پوښتنی را منځته کړی دی.
د العربیه سعودی شبکی؛ پرون په یو بیړنی خبر کی د لبنان د لمړی وزر« سعد حریری» د استعفا کولو خبر ورکړ، او څو شیبی وروسته؛ پخپله حریری په ټلویزون کی را څرګند شو، او د ایران او حزب الله په خلاف د تورونو په لګولو سره؛ هڅه وکړه چی د خپلی استعفا د لایل، د ایران دخالت کول وښیی. حریری پخپلو خبرو کی وویل: په لبنان کی فضا؛ د هغه د پلار«رفیق حریری» له ټرور څخه د مخکی دورې په شان ده، او دئ احساس کوی چی یوې ډلی کسان د هغه د وژلو نقشه سنجوی.
د ویلو ده؛ چی د عربی هیوادونو په چارو کی د سعودی عربستان وزیر«ثامر السبهان» پدی وروستیو کی ویلی ؤو: له دې کبله چی د لبنان دولت، د عربستان په خلاف جنګ کی، د حزب الله د ګډون په هکله چوپتیا غوره کړې ده، تعجب کوی.
*******
د تهران چاپ د ایران په ورځپاڼه کی لولو: هغه ؤلس مشر چی په سپینه ماڼۍ کی له هر چا کرکه لری.
د تر لاسه شویو راپورونو سره سم، څیړاندی باوری دی؛ هغه تصمیمونه چی ټرمپ پخپل سر غوره کوی، او په چټکۍ سره تودې بیانیی خپروی، په تیره بیا د درملیزو خدماتو، او د ایران د موضوع په باره کی؛ د هغو محدودیتونو په نسبت د هغه د نا امیدۍ بیانونکی دی، چی قانون یی د ؤلس مشر د قدرت په وړاندی را منځته کړی دی.
هغه په یو نه سنجول شوی اقدام کی، د اوباماکر د قانون، یا د عمومی درملیزی روغتیا د قانون، بیمه شویو کسانو ته د خدماتو او پیسو د وړاندی کولو د بندیدو غوښتنه وکړه؛ چی ډموکراټانو هغه په تند لاری توب تورن کړ، او ویی ویل: نوموړی هڅه کوله؛ تر څو د اوباماکر پر ځای یو بل قانون را منځته کړی، خو کامیابه نه شو. له ۲۴ ؤ ساعتونو څخه له کمی مودې وروسته؛ ټرمپ، د ایران دولت متعصب وباله، او په یو لړ ویناؤو کی یی ایران وغانده، او په برجام باندی د ایران پایبندی تائیده نه کړه، داسی یوه مسئله؛ چی د هغه د کابینی غړی، او د امریکی اروپایی متحدین یی اندیښمن کړی دی. داسی بریښی چی ټرمپ هر کار سرته رسوی تر څو؛ د اوباما میراث ختم کړی، که هغه د اوباماکر قانون وی، او که له ایران سره اټمی موافقه، توپیر ورته نه کوی. د دغو دواړو موارو په هکله فیصله کول هم، د کانګرس په غاړه دی.
********
د تهران چاپ د جام جم ورځپاڼی په یو سرټکی کی لیکل شوی دی: د نتانیاهو ایرانی ضد ادعا. د صهیونیسټی رژیم لمړی وزیر ادعا وکړه: «ایران؛ له تهرانه د مدیترانی په غاړه کی؛ تر طرطوس پوری، د یو ځمکنی پُل د را منځته کولو په لټه کی دئ، په یمن کی شتون لری؛ او غواړی دلته خپلې امپراطورۍ ته پراختیا ورکړی.». بنیامین نتانیاهو د «چتم هاوس» د تحقیقاتی مؤسسی په یوه غونډه کی، د برجام په باره کی وویل:« زما لپاره، پخپله اټمی جامع پروګرام (برجام)؛ یا دا چی برجام پاته شی یا له منځه لاړ شی مهم نه دئ؛ زما هدف دا دئ چی ایران اټمی وسلی ونه لری. مهم دا دئ چی په راتلونکو کلونو کی له شمالی کوریا څخه لا بد شرایط ونه لرو».
******
اوس هم د کابل چاپ مهمو مطالبو ته یوه کتنه کوؤ:
کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د افغانستان د ولسی جرګې پرونی حال راخیستی او د حقیقت موندونکی کمیسیون د پرېکړو په اړه یې لیکلی دی.
هیواد
هیواد دولتی ورځپاڼې په دې اړه په خپل یو مطلب کې لیکلی، د ولسی جرګې رئیس چې په مالی فساد تورن شوی پرون ومنله چې نیږدې پنځه نیم میلیونه افغانۍ به ولسی جرګې ته بیرته ورکوی.
د مطلب د لیکونکی په وینا دا هغه پیسې دی چې نوموړی د خپل میلمسون او دفتر لپاره د غیر ضروری شیانو پر اخیستلو لګولی دی.
په مطلب کې د جرګې د لومړی مرستیال همایون همایون په اړه راغلی چې د شپې له مخې د ولسی جرګې د تلویزیون ستوډیو ته د ننوتلو له امله د لسو ورځو لپاره په غونډو کې له ګډون محروم کړای شو.
په مطلب کې د جرګې د حقیقت موندونکی کمیسیون په پرېکړه کې دا هم راغلی چې د درالانشا رئیس د ځینو سوداوو په تور چې دوی مشکوکې پیرودنې بللی باید لوی څارنوالۍ ته معرفی او ورنه څیړنې وشی.
ویسا
ویسا خپلواکې ورځپاڼې په دې اړه په خپله سرمقاله کې لیکلی، پرون چې ولسی جرګې په کومه بڼه د جرګې د رئیس او مرستیال تر منځ سپیره معامله ترسره کړه باید د جرګې په تورو کارنامو کې ثبت شی.
ورځپاڼې لیکلی، په رېښتینې معنی د ولسی جرګې د دوو ځواکمنو اړخونو په معامله کې د جرګې د دارلانشا رئیس نصرت قربانی شو.
د سرمقاله لیکونکی په باور، دا د هغه پاچا پرېکړه وه چې د مجرم پرځای یې داسې څوک په دار وځړاوه چې غاړه یې د دار پړی ته رسیده.
ملی ارمان : ملی ارمان خپلواکې ورځپاڼې په دې اړه په خپله سرمقاله کې لیکلی، زموږ له نظره د جرګې رئیس عبدالروف ابراهیمی هم باید لوی څارنوالۍ ته معرفی او ورڅخه څیړنې وشی.
په سرمقاله کې راغلی، زموږ ټینګار پر دې دی چې باید د جرګې د اداری پلاوی غړی ټول له خپلو دندو ګوښه کړل شی، په دې توګه به په یو ډول د مجلس موقف بیرته پر ځای او د خلکو باور هم پرې زیانمن نه شی.
******