کشمیر کښې بیا څلور تنه وژل شوي دي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i59008-کشمیر_کښې_بیا_څلور_تنه_وژل_شوي_دي
د هند ترکنټرول لاندې کشمیر کښې د بریدګرو او د هند د امنیتي ځواکونو ترمینځ نښته کښې څلور تنه وژل شوي دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 07, 2017 10:34 Asia/Kabul
  • کشمیر کښې بیا څلور تنه وژل شوي دي

د هند ترکنټرول لاندې کشمیر کښې د بریدګرو او د هند د امنیتي ځواکونو ترمینځ نښته کښې څلور تنه وژل شوي دي.

په دغه نښته کښې چې پرون مازیګر د کشمیر په پلوامه سیمه کښې رامینځته شوه، درې برید کونکي او یو هندي پوځي وژل شوي دي.

د ۲۰۱۶ کال د جولایۍ په اتمه نیټه د هندوستان د امنیتي ځواکونو په لاس د کشمیر د حزب المجاهدین د قومندان برهان مظفر واني له وژل کیدو وروسته د دغې سیمې حالات سخت کړکیچن شوي دي.