د لړم د یویشتمې نیټې ورځپاڼې
https://parstoday.ir/ps/news/world-i59158-د_لړم_د_یویشتمې_نیټې_ورځپاڼې
د تهران راډیو مینه والو دا دی یوځل بیا مو ورځپاڼو ته د کتنې پروګرام برابر کړی دی. په دې پروګرام کښې له معمول سره سم وړومبی د تهران چاپ او ورپسې د ځینو بهرنیو ورځپاڼو مهم مطالب او خبرونه درسره شریکوو. */*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 12, 2017 07:03 Asia/Kabul
  • د لړم د یویشتمې نیټې ورځپاڼې

د تهران راډیو مینه والو دا دی یوځل بیا مو ورځپاڼو ته د کتنې پروګرام برابر کړی دی. په دې پروګرام کښې له معمول سره سم وړومبی د تهران چاپ او ورپسې د ځینو بهرنیو ورځپاڼو مهم مطالب او خبرونه درسره شریکوو. */*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

د تهران چاپ ورځپاڼو په پيل کښې جمهوري اسلامي ورځپاڼه راخلو چې په خپل وړومبي مخ یې د ایران د درې ګونو قواو د مشرانو د غونډې په پاې کښې د ولسمشر حسن روحاني کړې څرګندونې یې راخیستې دي او د دوي دا خبره یې د خپل خبر عنوان ګرځولې چې وايي: رسنۍ دې د دښمن لخوا نه لوبیږي.

داسلامی ایران ولسمشر زیاته کړې ، دهیوادونو د ویشلو او په سیمې کې د جغرافیائی حدودو او پولو دګډوډولو لپاره د دښمن نقشې هم ماته خوړلې ، نوځکه نن سبا د دغو بریالیتوبونو له امله ده چې امریکا ، صهونیسټ رژیم او دهغوی تالی څټی خپه او لالهانده شوی دی .

د خبر په تفصیل کښې راغلي چې د اسلامی  ایران ولسمشر حسن روحانی پرون  په  تهران کې د  درې واړو قواؤ  دمشرانو له غونډې وروسته   دخبریالانوپه  ټول کې   له ترهه ګرو سره  په جنګ کې  د سیمې  دخلکو  سترو بریالیتوبونو ته په اشارې سره  ووئیل ، نن سبا  دعراق ،سورئې او  لبنان  خلک  دخپلو پوځونو  او دوستو هیوادونو په تیره بیا داسلامی  ایران  په ملاتړ سره  توانیدلی  ،  له  دغو مشکلاتو ځانونه تقریبا وژغوری   او   دترهه ګرۍ موضوع  په ختمیدو ده .

ډاکټر  روحانی همداشان وویل: د یمن په موضوع کې  کلونه کیږی چې  د دغه هیواد پر مظلومو او بې وځله  خلکو بې امانه بمبارۍ کیږی  او  ډول ډول ناروغۍ پکې خوریږی او   خلک په قخطۍ اولوږې کې   ژوند کوی  او   د دغه هیواد له  مظلومو خلکو سره  دمرستو لپاره    دسمندر او فضا لارې هم تړل شوی دی  او دا دنه زغملو وړ دی .

 دایران دملی امنیت دلوړې شورا مشر روښانه کړې ،  دسیمې اوسنی شرائط  ښئ  چې  دښمنان   په سیمې کې  په نورو نقشو اودسیسو پسې د ی  او خلک لازمه ده ، په دې زمینې کې  هوښیار اوځیر ووسی  او مسئولان هم  لازمې پلانونې ترسره کړی .

  داسلامی ایران ولسمشر همداراز ووئیل ،  ټوله رسانۍ ، دټولنیزو  چینلونو   چلونکی  او بیلابیل ټریبونونه باید دقت وکړی   چې  دسترو قدرتونو او په تیره بیا دامریکا  هدف اوفیصلې  د خلکو دنهیلی کولو  لپاره دی ، نوځکه  ټول باید ځیر ووسی  چې  د دښمن په دغې لومې کې ښکیل نشی .

 ډاکټر حسن روحانی  په پای کې  دحسینی اربعین  په ستر اونړیوال  لاریون  اوکاروانِ عشق کې د ایران دستر ملت د شتون او دغه راز   د حضرت اباعبدا.....الحسین علیه السلام  دزیارتوالو  د ښه  اومینه ناک کوربتوب  په خاطر  د عراق دملت او حکومت قدرونه وکړه .

اطلاعات:

                له تهرانه چاپیدونکې اطلاعات ورځپاڼې بیا ایران ته د اروپايي اتحادیې د کرهڼې او د کلیوالې پراختیا د چارو د کمشنر د سفر او په تهران کښې د اسلامي ایران د ولسمشر له مرستیال سره یې د کتنې په اړه د خپل وړومبي مخ په یو خبر کښې لیکلي دي: اروپايي اتحادیه دې له ایران سره ملګرتیا ته خصوصي توجه ورکړي.

د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر وړومبي مرستیال وویل: تهران د اروپايي اتحادیې لپاره یو ډیر معتبر شریک دی او دا اتحادیه باید له ایران سره ملګرتیا ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

خبر زیاتوي چې اسحاق جهانګیري پرون په تهران کښې د اروپايي اتحادیې د کرهڼې او کلیوالې پراختیا د کمشنر فِل هوګن په کتنه کښې په دې خبرې سره چې ایران ډیر ښه امنیت، ثبات او ارامښت لري، وویل: ایران او اروپايي اتحادیه خپلو پریمانه ظرفیتونو ته په پام سره د دوه اړخیزو ملګرتیاو لپاره د لس هاو میلیارډ ډالرو ګډې پروژې لري.

 

جهانګیري د ایران او د اروپايي اتحادیې د غړو هیوادونو ترمینځ د اړیکو د پراختیا مخې ته ترټولو ستر خنډ د امریکې په تیره بیا د ګډ اقدام د جامع پروګرام (برجام) په وړاندې د دغه هیواد د ولسمشر ډونلډ ټرمپ فضا جوړونې وبللې او زیاته یې کړه: تهران تمه لري چې اروپايي اتحادیه په پریکنده توګه د هغو لورو په وړاندې ودریږي چې د برجام (ایټمي موافقې) د خلاف ورزۍ نیت لري.

د اسلامي ایران د ولسمشر وړومبي مرستیال د دې ټکي په یادونې سره چې ایران په یوه حساسه سیمه کښې پروت دی، څرګنده کړه: د ځینو قدرتونو لخوا زیاتې هلې ځلې وشوې چې د سیمې امنیت او ارامښت د ترهګرو او تکفیري ډلو لخوا ګډوډ شي او د دې پيښو په بهیر کښې د سیمې د ځینو هیوادونو خلکو ته درانه تاوانونه هم ورسیدل.

هغه همداشان د موافقو د تعقیبونې لپاره په تهران کښې د اروپايي اتحادیې د دفتر د جوړولو لپاره د دغې اتحادیې د کرهڼې او کلیوالې ترقۍ د کمشنر وړاندیز ته په اشارې سره وویل چې په تهران کښې د اروپايي اتحادیې د دفتر جوړیدل د اړیکو په پراختیا کښې مرسته کوی شي.

په دغه کتنه کښې فل هوګن هم په دې خبرې سره چې برجام یوه داسې موافقه ده چې د ټولو په ګټه ده، ډاډ څرګند کړه چې اروپايي اتحادیه به د دې ایټمي موافقې په اجرا پابنده پاتې شي.

هغه همداشان د سوداګرۍ په نړیوال سازمان (WTO)کښې د شاملیدو لپاره د ایران له غوښتنې سره د اروپايي اتحادیې د ملاتړ په اعلانولو سره څرګنده کړه چې دغه اتحادیه د برجام د ختمولو لپاره په امریکا کښې د ډونلډ ټرمپ رول ردوي.

فېل هوګن همداشان وویل: د اروپائی اتحادیې هیڅ یو هېواد نه غواړی چې د ایران اسلامی جمهوریت بائیکاټ کړی.

 

کابل چاپ:

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د چابهار بندر له لارې افغانستان ته، د هند د مرسته شویو غنمو د لومړي کاروان د را رسېدلو په اړه لیکنې او سرلیکنې چاپ کړې دي.

مسیر:

مسیر خپلواکې ورځپاڼې په دې اړه په خپل یو مطلب کې لیکلي، د هند د مرستې د شااوخوا ۱۵ زره مټریک ټنه غنمو لومړی کاروان د ایران د چابهار بندر له لارې افغانستان ته را ورسېد.

په مطلب کې راغلي، افغان چارواکي وايي چې په دې سره د سیمې د هېوادونو په اړیکو کې یو بل فصل پرانېستل شو.

په مطلب کې دا هم راغلي چې د افغانستان د کرنې وزارت سرپرست وزیر نصیر احمد دراني رسنیو ته ویلي، مرسته شوي غنم به د افغانستان په اوو ولایتونو کې زېرمه شي.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپاڼې هم په دې اړه یو مطلب خپور کړی او د افغان چارواکو په حواله یې لیکلي چې د افغانستان له خلکو سره د هند وړیا مرستې ارزښتناکې دي او چابهار بندر د دغه هېواد خلک په یوه بندر له اتکا ژغورلي دي.

هېواد په دې اړه په کابل کې د ایران د سفیر څرګندونې هم راخېستي او لیکلي یې دي چې رضا بهرامي ویلي، ایران چمتو دی چې په افغانستان کې د سوداګرۍ د ودې لپاره په ټولو بندرونو کې اسانتیاوې برابرې کړي.

ورځپاڼه لیکي، په افغانستان کې د هند سفیر هم نيمروز کې د چابهار بندر له لارې د هند د مرستو شویو غنمو د را رسېدلو په مناسبت جوړو شویو مراسمو ته ویلي، هند د سوداګریزو او اقتصادي محدودیتونو د لمنځه وړلو لپاره هلې ځلې کوي.

بهرنی ورځپاڼې:

له امريکا خپرېدونکې مجلې ټايم په خپله تازه ګڼه کې تر دې عنوان لاندې ليکنه خپره کړې چې "ولسمشر ټرمپ تر اوسه په افغانستان کې له خپل وتلي قوماندان سره خبرې نه دي کړي.”

د ليکنې په پيل کې ويل شوي چې د امريکا د متحدوايالتونو ولسمشر ډونالد ټرمپ په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو له عمومي قوماندان جنرال جان نيکلسن سره په داسې حال کې خبرې نه دي کړي چې په اګست مياشت کې يې د افغانستان او جنوبي اسيا لپاره خپله نوې پوځي ستراتيژي اعلان کړه او د دې ستراتيژۍ له مخې به افغانستان ته اضافي عسکر لېږل کېږي.

ټايم په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو د عمومي قوماندان جنرال جان نيکلسن خبرې را اخېستي چې د چهارشنبې په ورځ يې په بروکسل کې خبريالانو ته ويلي: "تر اوسه مې له ولسمشر سره خبرې نه دي کړي.”

د مجلې په ليکنه کې لولو، د ولسمشر چې اعلى سرقوماندان هم دى او په افغانستان کې د دېره بهرنيو ځواکونو د عمومي قوماندان ترمنځ د ارتباطاتو نشتوالى غيرمعمولي خبره ده.

امريکايي جنرال جان نيکلسن ويلي، له پخواني ولسمشر بارک اوباما سره يې د لسو مياشتو په موده کې، دوه وارې خبرې کړې وې.

دغه جنرال دا څرګندونې د هغو پوښتنو په ځواب کې وکړې چې ايا فکر کوي ټرمپ د قوماندان په توګه پر ده ډاډ لري؟

د دوبي پر مهال داسې راپورونه خپاره شوي وو چې ولسمشر ټرمپ په افغانستان کې د پرمختګ د نشتوالي له کبله، د جنرال جان نيکلسن پر لېرې کولو غور کوي.

خو ښاغلي نيکولسن ويلي وو، فکر کوي چې له مخامخ خبرو او ټيليفوني مکالمې پرته هم ټرمپ ورباندې باور لري.

د ټايم مجلې په حواله، دا مهال په افغانستان کې د امريکايي پوځيانو شمېر ١٤زرو او د ناټو د پوځيانو شمېر ٦٥٠٠ ته رسېږي.

ډجيټل ژورنال:

کاناډايۍ خپرونې ډجيټل ژورنال په خپله پرونۍ ګڼه کې په افغانستان کې له اداري فساد سره د مبارزې د عدلي او قضايي مرکز «ACJC» په باب ليکنه خپره کړې چې چارواکي يې د خونديتوب غوښتنه لري.

د ليکنې په پيل کې راغلي، د دې عدلي او قضايي مرکز پر چارواکو يو لړ وژونکو بريدونو څرګنده کړه چې د اداري فساد د لويو قضيو په وړاندې د مبارزې مسؤلين څومره په خطر کې دي.

د ليکنې په حواله، له کله چې دغه مرکز په کابل کې د عالي رتبه چارواکو د قضيو د څېړنې علني غونډې پيل کړي، د يوه کال په موده کې يې درې پوليس چې د تحقيق په چارو کې يې برخه درلوده، وژل شوي دي.

په ليکنه کې له اداري فساد سره د مبارزې د عدلي او قضايي مرکز د چارواکو خبرې را اخېستل شوي چې د فرانسې خبري اژانس ته يې ويلي، بل تحقيق کوونکى يې څو ورځې مخکې په ډزو ټپي شو او پر بل عالي رتبه مقام يې د هغه تر کور دباندې حمله وشوه.

ډجيټل ژورنال ليکي، د دغو حملو په تړاو تر اوسه څوک نه دي نيول شوي، خو انتقاد کوونکي وايي، هغو کسانو ته کافي امن نه دى برابر شوى چې د اداري فساد قضيې څېړي.

په افغانستان کې دغه عدلي او قضايي مرکز د ٢٠١٦میلادي کال په جون مياشت کې تاسيس شو چې له يوه کال زياته موده کېږي، خو د خپرونې په باور، په دې لړ کې د دغه مرکز د چارواکو د خونديتوب هڅې نيمګړې دي.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*