د لړم د درویشتمې نیټې ورځپاڼې
د تهران راډیو مینه والو دا دی یوځل بیا مو ورځپاڼو ته د کتنې پروګرام برابر کړی دی. په دې پروګرام کښې له معمول سره سم وړومبی د تهران چاپ او ورپسې د ځینو بهرنیو ورځپاڼو مهم مطالب او خبرونه درسره شریکوو. */*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*
د تهران چاپ کابو ټولو ورځپاڼو په ایران کښې د راغلې زلزلې په هکله مختلف خبرونه د خپل وړومبي خبر په توګه په غټو ټکیو راخیستي دي چې په زلزله کښې د نړیدلو ودانیو او د کرمانشاه ولایت د زلزله ځپلو بیلابیل انځورونه یې هم ورسره چاپ کړي دي.
زیاتره ورځپاڼو د ایران په لویدیځ کښې د کرمانشاه ولایت د زلزلې د وژل شویو شمیر تر ۴۳۰ او د زخمیانو شمیر یې هم تر اوو زرو لیکلی دی.
د تهران ورځپاڼو همداشان له زلزلې وروسته د ایران د اسلامي انقلاب د معظم رهبر حضرت آیت ... العظمی سید علي خامنه اي لخوا جاري شوي پيغام ته انعکاس ورکړی او لیکلي یې دي چې د اسلامی انقلاب معظم رهبر د ایران په لویدیځ کښې د زلزلې له راتلو او د ګڼ شمېر خلقو له مرګ ژوبلې وروسته یو پېغام جاری کړ.
د اسلامی انقلاب معظم رهبر حضرت آیت ا... العظمی خامنه ای په خپل پېغام کښې وفرمایل: « په ډېر افسوس او خفګان سره مې د هېواد په لویدیځ کښې د زلزلې خبر ترلاسه کړ چې په نتیجه کښې یې ګڼ شمېر وطنوال مړۀ او ژوبل شول او ګڼ شمېر تاوانونه یې رامنځته کړل.»
دوی وویل: « د چارواکو دنده دا ده چې په همدغو وړومبنیو ساعتونو کښې په خپل ټول همت او توان سره د ځپل شویو کسانو په تېره بیا د ملبو لاندې د پاتې شویو کسانو مرستې ته ورودانګی او له موجودو ټولو امکاناتو او وسائلو څخه په استفادې سره د سرتاوانونو د زیاتېدو مخه ونیسی.»
د اسلامی انقلاب معظم رهبر دا خبره څرګنده کړه چې فوځ، د اسلامی انقلاب د پاسدارانو لښکر او بسیجی ځواکونه دې په منظمه توګه او چټکتیا سره د ملبو په اوچتولو او د زخمیانو په منتقلولو کښې مرسته وکړی او حکومتی ادارې که هغه فوځی وی او که غېر فوځی وی په خپل ټول توان سره دې د ځپل شویو کسانو او د هغوی د کورنیو د مرستې لپاره ډګر ته راشی.
حضرت آیت ا... العظمی خامنه ای وفرمایل: زۀ بنده د زړۀ له تله د دې ترخې او له مصیبته ډکې پېښې په مناسبت د ایران ملت په تېره بیا د کرمانشاه صوبې او په خاصه توګه مصیبت ځپلو کورنیو ته تسلیت عرض کوم او په ډېرې زارۍ سره له خداے پاکه دعا غواړم چې دغه رنځ او مصیبت دې د خپل رحمت او فضل د جلبېدو ذریعه وګرځوی او زمونږ د ملت په صبر، ټینګ اودرېدنې او مقاومت کښې دې اضافه وکړی.
د اسلامی انقلاب معظم رهبر تاکید وکړ: له هغو ټولو کسانو چې یو ډول د مصیبت په کمولو او د تاوانونو په تلافی کولو کښې موثره وی غواړم چې د ځپل شویو کسانو مرستې او ملګرتیا ته دې ورودانګی.
له بلې خوا د افغانستان، پاکستان، هندوستان، روسیې، جارجیا، کرویشیا، قطر، لبنان او سوریې په شمول د نړۍ د ډیرو هیوادونو او د نړیوالو سازمانونو مشرانو د ایران په لویدیځو سیمو کښې د وړمې شپې له زلزلې وروسته د ایران د اسلامي جمهوریت چارواکو ته د پيغامونو په لیږلو او یا ټیلیفوني اړیکو سره د ایران له حکومت او ولس سره خواخوږي ښودلې او له زلزله ځپلو سره مرستې ته یې خپل چمتووالی ښودلی دی.
ابرار:
له تهرانه چاپیدونکې ابرار ورځپاڼې بیا د حسیني اربعین د پراخ لاریون په هکله د معظم رهبر وینا هم راخیستې چې فرمایلي یې دي: د اربعین عظیمه ښکارنده د خدای تعالی په لاره کښې د جهاد او شهادت د روح د پراختیا نښه ده.
د ې خبر په دوام کښې لولو چې حضرت آیت ا... العظمی خامنه ای پرون سهارد ایران د ختیځ آذربائیجان او قم صوبو د یو شمېر چارواکو او کلتوری فعالانو په کتنه کښې د اربعین عظیم لاریون په ټوله اسلامی نړۍ کښې د خداے پاک په لاره کښې د مبارزې او مجاهدت د روح د پراختیا او د شهادت لپاره د آمادګۍ نښه وبلله.
د اسلامی انقلاب معظم رهبر زیاته کړه: د ترهه ګرۍ د ګواښونو باوجود د دنیا له مختلفو سیمو څخه د دغو نفوسو عظیم شتون یوه عظیمه ښکارنده د خداے پاک په لاره کښې د مبارزې او په دغه لاره کښې د عمومی او ډله ایزې امادګۍ د تفکر د زیاتېدو ښودونکې ده.
د اسلامی انقلاب معظم رهبر د اربعین الهی او معنوی ښکارنده بې مخینې او نه تعریفېدونکې وبلله او وې فرمایل: د عراق له حکومته چې د دغه شانداره حرکت لپاره یې وسائل برابر کړل او د عراق له قدرمن ملت څخه چې دومره په خلوص او خوښې سره یې د حضرت ابا عبدا... (ع) د زائرینو مېلمستیا وکړه، په نجف اشرف او کربلای معلی کښې د زیاراتو له مسئولانو، د عراق له مبارزو ځوانانو، حشد الشعبی او نورو کارکونکو څخه د مراسمو د امنیت د ټینګولو لپاره د زړۀ له تله مننه کوو او د هغوی لپاره د الهی برکاتو دعا کوو.
کیهان:
د تهران چاپ کیهان ورځپاڼې د بهرنیو خبرونو برخې ته یوه ځغلنده کتنه کوو چې پکښې راغلي دي:
د اربعین شپږ ورځې وشوې او د افغانستان حکومت شپږو زرو زیارتوالو ته له هیواده د وتو اجازه ورنه کړه.
خبر زیاتوي چې د کابل حکومت په یو پوښتنه راپارونکي اقدام کښې هغه کابو شپږ زره افغان زیارتوال چې د حسیني اربعین په ستر لاریون کښې د ګډون لپاره د ایران له لارې عراق ته روان وو، د افغانستان په سرحدي سیمو کښې ایسار کړي او ایران ته د تګ اجازه نه ورکوي.
د امریکې سلګونو ښاریزو د خپل هیواد په سیاستوالانو کښې د اخلاقي فساد په ډیرې زیاتیدنې او د دغه هیواد د مشهورو شخصیتونو لخوا په پراخې جنسي ځورونې باندې په اعتراض کښې مظاهرې وکړې.
او روسیې د داعشي ترهګرو په لاس د بوکمال سرحدي ښار د بیا نیولو خبر دروغ وباله او ویې ویل چې دغه ښار د سوریې د پوځ په واک کښې دی او هغوي یې په پاکونه لګیا دي.
کابل چاپ:
کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د یو شمېر هېوادونو او استخباراتي سازمانونو لهخوا په بېلابېلو جګړو کې له افغان ماشومانو، زلمکیو او ځوانانو نه د استفادې په اړه یو شمېر مطالب چاپ کړي دي چې یوازې هیواد ورځپاڼه ترې راخلو.
هېواد
هېواد دولتي ورځپاڼې په خپله نننۍ ګڼه کې د افغانستان په جګړه کې د ماشومانو نه د استفادې په اړه یو مطلب چاپ کړی دی.
په مطلب کې راغلي، هغه ماشومان او زلمکیان چې په افغانستان کې انتحاري حملې کوي تر ډېره د قبایلي سیمو اوسېدونکي دي چې د «ای اېس ای» په افراطي سازمانونو پورې تړلي دي.
د مطلب د لیکوال په باور، له همدې امله «ای اېس ای» د پاکستان په قبایلي سیمو کې ګڼې مدرسې جوړې کړي چې په خبرهیې د دغو مدرسو شمېر د پاکستان له عصري ښوونځیو څو چنده زیات دی.
د مطلب په دوام راغلي، په دغو مدرسو کې بېوزله او بېسرپرسته ماشومان په افغانستان کې د انتحاري حملو لپاره روزل کېږي.
په مطلب کې د داعش ډلې او طالبانو په اړه هم ویل شوي چې ماشومان د خپلو جنګي اهدافو لپاره کاروي او د ارزګان پېښه چې د څو تنو پولیسو تر څنګ یوه اووه کلنه ماشومه نجلۍ یې هم قرباني شوه د مثال په ډول راوستې ده.
په مطلب کې راغلي یادې ډلې دغه اعمال یوازې او یوازې د خپلو بادارنو د خوشحاله کولو او له هغوی نه د امتیاز اخیستلو لپاره کوي.
*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*