په میانمار کښې پر مسلمانانو سخت ظلم شوی دی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i59319-په_میانمار_کښې_پر_مسلمانانو_سخت_ظلم_شوی_دی
د بشري حقوقو څارونکي ارګان د یوې بیانیې په خپرولو سره په میانمار کښې د دغه هیواد د پوځ لخوا د روهینګیا مسلمانانو د نسل وژنې د پریمانه مستنداتو د ثبتیدو خبر ورکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 16, 2017 10:24 Asia/Kabul
  • په میانمار کښې پر مسلمانانو سخت ظلم شوی دی

د بشري حقوقو څارونکي ارګان د یوې بیانیې په خپرولو سره په میانمار کښې د دغه هیواد د پوځ لخوا د روهینګیا مسلمانانو د نسل وژنې د پریمانه مستنداتو د ثبتیدو خبر ورکړ.

ایرنا خبري آژانس لیکلي چې په دغه ۳۰ مخیز رپورټ کښې چې په سویل ختیځه آسیا کښې د بشري حقوقو د پياوړتیا د مدني تشکل د سیمه ایز دفتر د اسنادو په اساس خپور شو، د تیر کال د اکتبر له نهمې نه تر دسمبر میاشتې او د روان کال د آګست له پنځویشتمې نیټې څخه تراوسه پورې د روهینګیا مسلمانانو خلاف د میانمار د پوځ او تندلارو بودائیانو پراخې او پلان شوې حملې ثابتې شوې دي.

په رپورټ کښې راغلي دي: داسې ګڼ مستندات شته چې ښودنه کوي دغه جنایتونه په میانمار (برما) کښې د روهینګیا قام د مسلمانانو د نسل وژنې او ختمونې بیانونکي دي.

په دغه رپورټ کښې راغلي دي چې پلټونکو د میانمار د لویدیځ راخین ولایت او له بنګله دیش سره د دغه هیواد سرحدي سیمو ته په سفر کښې ټینګار کړی چې که به د میانمار د پوځي ځواکونو لخوا د مسلمانانو قتل عام ختمیده نو هغوي به د مړو او حتی د زخمیانو په راغونډولو سره اور وراچوه او مړي او ژوندي ټول به یې سوزول.