د رڼا سرچینې (۱۸۶) له حق څخه د الله ج ملاتړ
https://parstoday.ir/ps/news/religion_islam-i175558-د_رڼا_سرچینې_(۱۸۶)_له_حق_څخه_د_الله_ج_ملاتړ
په دغه مطلب کې به سورة منافقین څخه د پنځم نه تر اتم مبارک ایتونو د نزول په لامل وغږیږو.
(last modified 2026-07-25T10:40:21+00:00 )
Jul 25, 2026 14:59 Asia/Kabul
  • د رڼا سرچینې (۱۸۶) له حق څخه د الله ج ملاتړ

په دغه مطلب کې به سورة منافقین څخه د پنځم نه تر اتم مبارک ایتونو د نزول په لامل وغږیږو.

په دې هیله چې د دغه مبارک ایتونو د نزول لامل د بیان مطلب راسره تر پایه واورئ او زموږ ملتیا وکړئ.

 عبدالله بن اُبي د مدینې د خلکو په منځ کې ځانګړی مقام درلود.

د مدینې خلک چې د «اوس» او «خزرج» قبیلو له اوږدو شخړو او جګړو ستړي شوي وو، غوښتل یې د تلپاتې جګړو د پای ته رسولو لپاره یو کس د خپل مشر او پاچا په توګه وټاکي، او د دوی په اند له عبدالله بن اُبي څخه بل مناسب کس نه و.

خو کله چې رسول الله ﷺ مدینې ته هجرت وکړ، هر څه بدل شول او هغه ټول ارمانونه چې عبدالله په ذهن کې لرل، یوازې په یوه خیال بدل شول. هغه هېڅکله دا تصور نه کاوه چې د مدینې خلک به د مشرۍ لپاره بل څوک وټاکي.

هغه دومره د خپلې محبوبیت او ستر مقام په خیال کې ډوب و، چې کله یې واورېدل د مدینې یو شمېر خلکو له رسول الله ﷺ سره بیعت کړی، نو دا خبره یې ونه منله.

کله چې ورته وویل شول: «ایا خبر یې چې د یثرب شاوخوا اتیا تنه مشران او مخور په مکه کې له محمد بن عبدالله ﷺ سره بیعت کړی او هغه یې مدینې ته د هجرت لپاره بللی دی؟»

عبدالله بن اُبي ځواب ورکړدا دروغ دي. د یثرب خلک زما له اجازې او له ما سره له مشورې پرته هېڅ کار نه کوي

کله چې رسول الله ﷺ مدینې ته داخل شول، عبدالله بن اُبي ډېر سخت غوسه شو. هغه هېڅ تمه نه لرله چې د مدینې خلک به هغه څوک پرېږدي چې تر پرون پورې یې ډېر ستر او محترم باله او غوښتل یې ژر یې پاچا کړي، او پر ځای به یې یو داسې کس خپل مشر وټاکي چې له بل ښار او بلې قبیلې څخه وي.

رسول الله ﷺ چې له هرې کوڅې او هرې سیمې څخه تېرېدو، خلکو یې په تود هرکلي استقبال کاوه. کله چې هغه سیمې ته ورسېدو، چې عبدالله بن اُبي پکې اوسېده، د خلکو دغه هرکلي هغه لا زیات ناراضه کړ.

د رسول اکرم ص د تېرېدو پر مهال عبدالله بن اُبي د خپلې جامې په څنډه پوزه ونیوله، داسې یې وښودله لکه د خلکو او د رسول الله ﷺ د کوچني کاروان له امله راپورته شوې دوړې یې نه غوښتل چې تنفس یې کړي.

په همدې حالت کې یې رسول الله ﷺ ته وویل:  «ای سړیه! ژر زموږ د سیمې ووځه او هغو احمقانو ته ورشه چې ته یې بللی یې

رسول اکرم ﷺ د خپل همېشني وقار او عظمت سره، پرته له دې چې د عبدالله بن اُبي خبرو ته پام وکړي، له هغه ځایه تېر شو، خو د رسول الله ﷺ اصحاب او هغه کسان چې رسول الله ﷺ یې مدینې ته رابللی و، ډېر خپه شول او عرض یې وکړ: «ای د الله رسوله! د عبدالله بن اُبي له بې‌ادبانه او ناوړو خبرو مه خپه کېږئ. موږ له دې پېښې بښنه غواړو.

ای د الله رسوله! هغه ډېر لوی ارمانونه لرل، خو ستاسو په راتګ ټول له منځه ولاړل.

موږ غوښتل هغه خپل پاچا کړو، څو زموږ خپلمنځي اختلافونه پای ته ورسېږي.

خو کله چې خبر شوو چې په مکه کې د الله یو پیغمبر را څرګند شوی، نو دا مو غوره وګڼله چې زموږ د ښار مشري د الله رسول ﷺ پر غاړه واخلي

عبدالله بن اُبي د بدر له غزا وروسته اسلام ومانه، خو اسلام یې یوازې په ظاهره و او په حقیقت کې منافق و. هرکله چې مسلمانانو ته کومه ستونزه پېښېده، هغوی به یې ملامتول، او که به یې کوم ناوړه خبر واورېد، نو په خپرولو کې به یې بیړه کوله.

هغه له مکې د مشرکانو سره هم اړیکې ټینګې کړې وې او په پټه یې د عربو قبیلې د مسلمانانو پر ضد پارولې.

څو کاله همداسې تېر شول، تر دې چې مسلمانان د بني مصطلق له غزا څخه په بریا راستنېدل.

د مدینې پر لور د بېرته ستنېدو پر مهال، دوه مسلمانان ـ یو له انصارو او بل له کډوالو ـ د یوې څاه څخه د اوبو اخیستو پر مهال سره ونښتل.

یو یې بل په څپېړه پر مخ وواهه او د هغه مخ یې وینې کړ.   دواړو د خپلې قبیلې خلک د مرستې لپاره راوبلل.  عبدالله بن اُبي د انصاري سړي ملاتړ وکړ او د دواړو لورو ترمنځ سخته لفظي شخړه رامنځته شوه.

عبدالله سخت غوسه شو او خپلو ملګرو ته یې وویل: «موږ دې مهاجرینو ته پناه ورکړه او مرسته مو ورسره وکړه، خو زموږ مثال د هغه متل په څېر شو چې وایي: خپل سپی دومره چاغ کړه چې وروسته دې وخوري.

په الله قسم! که مدینې ته بېرته ورشو، عزتمندان به ذلیلان له مدینې وباسي  د «عزتمندانو» څخه یې ځان او خپل پلویان مراد وو، او مهاجرین یې «ذلیلان» بلل.

بیا یې خپلو ملګرو ته وویل:   «دا ستاسو د خپلو کارونو پایله ده. تاسو دوی په خپل ښار کې ځای کړل، خپل مالونه مو ورسره ووېشل. که مو د خپلو خوړو پاتې شوني هم نه ورکول، دوی به دومره ځواکمن شوي نه وای، بلکې له مدینې به تللي وو او خپلو قبیلو ته به ستانه شوي وو

په همدې وخت کې زید بن ارقم رضی الله عنه، چې لا ځوان هلک و، عبدالله بن اُبي ته مخ کړ او ویې ویل:

«په الله قسم! ذلیل ته یې، او محمد ﷺ د الله په ورکړل شوي عزت او د مسلمانانو په مینه کې ژوند کوي. په الله قسم! له نن وروسته به هېڅکله تا سره مینه ونه لرم

عبدالله بن اُبي په غوسه شو او چیغه یې کړه:  «چوپ شه، هلکه! لاړ شه، په خپلو لوبو بوخت شه  زید بن ارقم رضی الله عنه د رسول الله ﷺ خدمت ته حاضر شو او ټوله پېښه یې ورته بیان کړه.

رسول الله ﷺ د دغو خبرو په اورېدو خواشیني شو او زید ته یې وفرمایل: «کېدای شي ته له عبدالله بن اُبي څخه خپه یې او بېځایه خبره کوې؟»

زید سمدستي عرض وکړ:  «نه، په الله قسم! ما دا خبرې په خپلو غوږونو له هغه څخه اورېدلې دي   رسول الله ﷺ وفرمایل:

«کېدای شي ناسمه دې اورېدلې وي

زید وویل: «نه، ای د الله رسوله     رسول الله ﷺ بیا وفرمایل:  «کېدای شي د هغه مقصد بل څوک و خو زید بیا هم په الله قسم وخوړ چې دا خبرې یې په خپلو غوږونو له عبدالله بن اُبي څخه اورېدلې دي.   ټول لښکر د عبدالله بن اُبي د خبرو په اړه خبرې کولې.

رسول الله ﷺ یو کس ورولېږه او ورته یې وویل:  «دا کومې خبرې دي چې ستا له خولې نقلېږي؟»

عبدالله بن اُبي وویل:  «قسم په هغه ذات چې پر تا یې آسماني کتاب نازل کړی، ما داسې هېڅ خبره نه ده کړې، زید دروغ وایي

د انصارو یو شمېر کسان زید ته راغلل او ورته یې وویل:  «تا د عبدالله بن اُبي درناوی ونه کړ او داسې خبرې دې ورباندې وتړلې. دا دې ښه کار ونه کړ او د خپلولۍ حق دې ادا نه کړ

خو زید بیا هم قسم کاوه چې دا خبرې یې په خپله له هغه اورېدلې دي. وروسته یې په خپه زړه اسمان ته وکتل او ویې ویل:  «ای الله ج! خپل رسول ته وښایه چې زه رښتیا وایم

په همدې وخت کې د منافقون سورت نازل شو، الله تعالی زید بن ارقم رضی الله عنه رښتینی وبللو او عبدالله بن اُبي یې دروغجن ثابت کړ.  رسول الله ﷺ د زید غوږ په مینه ونیو او ورته یې وفرمایلای ځوانه! الله تعالی ستا خبره رښتیا وګرځوله او ستا د خبرو په اړه یې آیتونه نازل کړل

الله تعالی د منافقون سورت  پنځم څخه تر اتم آیتونو کې منافقان داسې معرفي کوي:

﴿وَإِذَا قِيلَ لَهُمْ تَعَالَوْا يَسْتَغْفِرْ لَكُمْ رَسُولُ اللَّهِ لَوَّوْا رُءُوسَهُمْ وَرَأَيْتَهُمْ يَصُدُّونَ وَهُمْ مُسْتَكْبِرُونَ ۝ سَوَاءٌ عَلَيْهِمْ أَاسْتَغْفَرْتَ لَهُمْ أَمْ لَمْ تَسْتَغْفِرْ لَهُمْ لَنْ يَغْفِرَ اللَّهُ لَهُمْ ۚ إِنَّ اللَّهَ لَا يَهْدِي الْقَوْمَ الْفَاسِقِينَ ۝ هُمُ الَّذِينَ يَقُولُونَ لَا تُنْفِقُوا عَلَىٰ مَنْ عِنْدَ رَسُولِ اللَّهِ حَتَّىٰ يَنْفَضُّوا ۗ وَلِلَّهِ خَزَائِنُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَلَٰكِنَّ الْمُنَافِقِينَ لَا يَفْقَهُونَ ۝ يَقُولُونَ لَئِنْ رَجَعْنَا إِلَى الْمَدِينَةِ لَيُخْرِجَنَّ الْأَعَزُّ مِنْهَا الْأَذَلَّ ۚ وَلِلَّهِ الْعِزَّةُ وَلِرَسُولِهِ وَلِلْمُؤْمِنِينَ وَلَٰكِنَّ الْمُنَافِقِينَ لَا يَعْلَمُونَ﴾

ژباړه:

«او کله چې هغوی ته وویل شي: راشئ، څو د الله رسول ستاسو لپاره بښنه وغواړي، هغوی خپل سرونه په کبر او غرور اړوي، او ته وینې چې هغوی په تکبر سره مخ اړوي.

د دوی لپاره یو شان ده، که ته ورته بښنه وغواړې او که ونه غواړې، الله تعالی به هېڅکله هغوی ونه بښي؛ ځکه الله تعالی فاسقانو ته هدایت نه کوي.

همدوی هغه کسان دي چې وایي: هغو کسانو ته چې د الله د رسول ترڅنګ دي، څه مه ورکوئ، ترڅو تیت او پرک شي. حال دا چې د اسمانونو او ځمکې ټولې خزانې د الله دي، خو منافقان نه پوهېږي.

هغوی وایي: که موږ مدینې ته بېرته ولاړ شو، عزتمندان به ذلیلان ترې وباسي؛ حال دا چې عزت یوازې د الله، د هغه د رسول او مؤمنانو لپاره دی، خو منافقان نه پوهېږي