د رڼا سرچینې - 209  (د یوه خداي وحدانیّت)
https://parstoday.ir/ps/news/religion_islam-i177614-د_رڼا_سرچینې_209_(د_یوه_خداي_وحدانیّت)
د تهران د پښتو خپرونې او د انټرنیټي ویب پاڼې خوږو مینه والو په دې شیبو کې د رڼا سرچینې نومې لړۍ له وروستي مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو. دغه نننی مطلب هم د توحید سورې ځانګړنو او اهمیّت ته بیله د ه او هیله ده چې ددغې لړئ  له ټولو خپرونو مو تر ډيره حده استفاده کړي وي، نو هیله ده چې دغه وروستی مطلب هم ستاسو د استفادې وړ وګرځي .
(last modified 2026-09-03T11:41:55+00:00 )
Sep 03, 2026 15:47 Asia/Kabul
  • د رڼا سرچینې - 209  (د یوه خداي وحدانیّت)

د تهران د پښتو خپرونې او د انټرنیټي ویب پاڼې خوږو مینه والو په دې شیبو کې د رڼا سرچینې نومې لړۍ له وروستي مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو. دغه نننی مطلب هم د توحید سورې ځانګړنو او اهمیّت ته بیله د ه او هیله ده چې ددغې لړئ  له ټولو خپرونو مو تر ډيره حده استفاده کړي وي، نو هیله ده چې دغه وروستی مطلب هم ستاسو د استفادې وړ وګرځي .

  قدرمنو دوستانو وائي؛کله چې یوه یهودي عالم د رسول ا...(ص) د دعوت او شهرت په اړه واورېدل، مکې ته ولاړ، څو له نږدې ئې وویني او هغه نښې چې د تورات په کتاب کې ئې د رسول ا...(ص) په اړه لوستې وې، له هغه سره پرتله کړي.

کله چې د رسول ا...(ص) حضور ته ورغی،نوهغه حضرت له هغه څخه وپوښتل: ایا په تورات کې دې زما صفتونه او نښې لیدلې دي؟ او هغه ته ئې په خدای قسم ورکړ چې حقیقت ورته ووائي.

یهودي سړي لږه شېبه فکر وکړ او وې ویل:ائ محمده! لومړی ته خپل خدای ماته را وپېژنه، څو زه دې ښه وپېژنم؛ بیا به هغه څه درته ووایم چې ته ئې له ما څخه غواړې.

په همدې وخت کې د توحید سوره نازله شوه او رسول ا...(ص) هغه سړي ته تلاوت کړه.

خدای تعالی په   توحیدسورې کې په لنډو، خو بشپړو الفاظو کې خپل ځان داسې راپېژني:

Image Caption

 

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِیمِ

قُلْ هُوَ اللَّهُ أَحَدٌ؛   اللَّهُ الصَّمَدُ؛  لَمْ یَلِدْ وَلَمْ یُولَدْ؛   وَلَمْ یَکُنْ لَهُ کُفُوًا أَحَدٌ.

د  هُوَ  ! له هماغه پروردګار  څخه کنایه ده چې یهودیانو د هغه په اړه پوښتنه کړې وه.؛ ووایه خداي  یو دی.

خو دا «یکي یو » له  «واحد»شونې سره توپیر لري.  د «واحد» کلمه د طبیعي شمېرو له پلوه ده او د «یوه » په معنا کارول کېږي، چې د دوو، درو، څلورو او  داسې نورو شمېرو په مقابل کې راځي؛ او انسان په ذهن کې دا شمېرې تر بې‌نهایته پورې  غځولی شي.

خو «اَحَد» د شمېرو له ډلې نه دی؛ بلکې د هغه شي یا هغه چا لپاره کارول کېږي چې هېڅ ډول کثرت او  حد او حدود  ونه لري.

خداي  تعالی په  توحیدسورې  کې خپل ځان «اَحَد» معرفي کوي، څو زمونږ پام دې حقیقت ته واړوي چې خداي تعالی له هېڅ بل موجود سره د پرتلې  وړ نه دی.

په دې توګه، هغه د دوو خدایانو عبادت کونکی هغه  دین  هم باطل کړ چې د نور او تورتم  پر دوو سرچینو یې باور درلود، او هم یې د هغو مسیحیانو عقیده هم  رد کړه چې د تثلیث یا درې‌ګوڼي خدای په عقیده وو.

 خداي  «صمد» دی.

«صمد» د هغه مطلق غني ذات په معنا دی چې د نړۍ ټول ممکن موجودات ورته اړتیا لري او د هغه له اجازت پرته هېڅ کار نه ترسره کېږي.

دغه آیت  له  خداي  تعالی څخه هر ډول  منفی صفتونه، لکه مرکب کېدل، د اجزاوو لرل، خوړل، څښل، ویده کېدل او له بل شي څخه راپنځیدل، نفی کوي.

حضرت ابراهیم(ع) هم د هستۍ د معبود او خالق د معرفي کولو پر مهال د   شعراء سورې  په ۷۸ تر ۸۰ آیتونو کې ووئيل؛

«الَّذِی خَلَقَنِی فَهُوَ یَهْدِینِ * وَالَّذِی هُوَ یُطْعِمُنِی وَیَسْقِینِ * وَإِذَا مَرِضْتُ فَهُوَ یَشْفِینِ»

 ؛  هغه ذات چې زه ئې پیدا کړی یم، نو هماغه ما  هدایت کوي؛ او هغه ذات چې ما ته خواړه او اوبه راکوي؛ او کله چې زه ناروغ شم، هماغه ما ته شفا راکوي.

ځینو مفسرینو د «صمد» کلمه د داسې بشپړ او ډک شي په معنا بیان کړې ده چې هېڅ تشه پکې نه وي. له همدې امله، خداي تعالی خوړلو، څښلو او ویده کېدو ته اړتیا نه لري.

دا معنا په ورپسې آیت کې لا بشپړه شوې ده:

«لَمْ یَلِدْ وَلَمْ یُولَدْ»     یعنې:  :::::   نه ئې څوک زېږولي دي او نه له چا زېږېدلی دی :::

د یوه موجود زېږېدنه دا څرګندوي چې هغه موجود د بل داسې  وجود له خوا پیدا شوی چې تر ده مخکې موجود ؤ، او مونږ  هغه ته مور یا پلار وایو.

حال دا چې  خداي  تعالی په خپل وجود کې له  هېچااړونده او محتاج نه دی؛ نو ځکه د هغه لپاره د مور یا پلار تصّور هم نه شي کېدلی.

پر دې سربېره،دغه آیت د یهودیانو هغه عقیده هم ردوي چې عُزیر(ع) ئې د خدای  زوی باله، او د نصاراؤ  هغه عقیده هم باطله کوي چې حضرت عیسی مسیح(ع) یې د خداي  زوی باله؛ همدارنګه د مشرکانو او بت‌پرستانو هغه عقیده هم ردَوي چې خپل معبودان یې د خداي  تعالی زامن او لوڼې ګڼل.

په آیت «وَلَمْ یَکُنْ لَهُ کُفُوًا أَحَدٌ» کې د خداي  تعالی لپاره دریمه سلبی ځانګړنه بیان شوې، او هغه د خداي تعالی بې‌ساري او بې‌مثاله‌شونه ده.

 ګلونو دوستانو رسول ا....(ص) د خپلو اصحابو او ملګرو د لارښوونې او روزنې، او هغوی ته د قرآني او الهي معارفو او حقایقو د ورمتوجه کولو لپاره ځانګړي روزنیزې  رودې کارولې.

یوه ورځ ئې خپلو اصحابو ته وفرمایل:  «له تاسو څخه کوم یو هره ورځ قرآن ختموي؟

سلمان فارسي عرض وکړ:؛ زه، ائ د خداي رسوله!

په هغې ناستې کې حاضر کسان د حضرت سلمان فارسي په ځواب  حیران شول.

له هغوی څخه یوه کس په خپګان، ناباورۍ او قومي او توکمیز تعصب سره وویل: ؛ ائ د  خداي رسوله! سلمان خو یو عجمي سړی دی چې غواړي پر مونږ عربو فخر وکړي. هغه وائي چې هره ورځ قرآن ختموي، په داسې حال کې چې دی ډېری ورځې چُپ وي او ما نه دی لیدلی چې قرآن تلاوت کړي.:::

حضرت رسول ا... بزرګوار (ص) وفرمایل:؛ته له سلمان څخه خپله پوښتنه وکړه، څو هغه  د خپلې خبرې حقیقت درته ووایي.»

هغه سړي دې ځل سلمان ته مخ واړاوه او وې ویل: ؛ته په ډېرو شپو ورځو کې چُپ یې؛ نو څنګه ادعا کوې چې هره ورځ قرآن ختموې؟»

سلمان وویل:؛حقیقت داسې نه دی لکه ته چې فکر کوې. ما له خپل محبوب، د خداي  له رسوله(ص)، څخه واورېدل چې حضرت علي(ع) ته ئې وفرمایل: ؛ ائ علي! ته زما په امت کې د   توحید  سورې په څېر ئې. نو څوک چې دغه سوره یو ځل ولولي، د قرآن د دریمې برخې د لوستلو ثواب ئې ترلاسه کړ؛ او څوک چې هغه دوه ځله ولولي، د قرآن د دوو برخو د لوستلو ثواب ئې ترلاسه کړ؛ او څوک چې هغه درې ځله ولولي، نو داسې ده لکه ټول قرآن ئې چې لوَستلی وي.

همدارنګه، څوک چې ستا مینه په ژبه څرګنده کړي، د ایمان  په درو کې یوه برخه ئې ترلاسه کړې ده؛ او څوک چې په ژبه او زړه دواړو کې له تا سره مینه ولري، د ایمان  په درو کې دوه  برخې ئې ترلاسه کړې دي؛ او څوک چې د زړه او ژبې پر مینې سربېره له تا سره مرسته وکړي، نو ایمان یې بشپړ شوی دی.؛قسم په هغه خدای چې زه ئې په حقه مبعوث کړی یم، ائ علي! که د ځمکې ټولو خلکو له تا سره هومره مینه کړې وای لکه  چې د اسمانونو خلکو له تا سره مینه کړې ده، هېڅوک به د جهنم په اور عذاب شوی نه وای.:::

سلمان بیا وویل: ؛زه هره ورځ درې ځله  توحید سوره تلاوت کوم.:::

د سلمان له خبرو وروسته، هغه  اعتراض کونکی سړی په داسې حال کې چې سر ئې ټیټ او له شرمه  خوَلې  شوی ؤ ، له مجلسه پاڅېد او ولاړ.

 ګرانو دوستانو!  مونږ له تاسو سره د قرآني آیتونو د شأن نزول د بیانولو یعنی د رڼا سرچینې د لړئ  په وسیله  په څه باندې ۲۰۰ خپرونو کې ملګري وو. هغه آیتونه چې د ۲۳ کلونو په مودې کې د خداي  پر رسول(ص) نازل شوي دي.

کله ناکله داسې پېښې او حالات رامنځته کېدل چې د آیتونو د نزول لامل به ګرځېدل. د دغو پېښو او رامنځته شوو حالاتو پېژندنه له مونږ سره په  آیتونو باندې  په ښه پوهېدو سره ، د هغوی د معناوو او رازونو په درک کولو کې مرسته کوي.

رسول اکرم(ص) د خپلو ویناوو او هغو پېښو چې د آیتونو په اړه به رامنځته کېدلې، د ساتنې او ثبتولو په اړه ډېر ټینګار کاوه. هغه حضرت(ص) فرمایلي دي: پوهه شئ چې خداي تعالی ماته خپل کتاب، قرآن، راولېږه او له هغه سره ئې ډېر نور حقایق هم راکړل چې د قرآن په څېر دي. نږدې ده چې له تاسو څخه ځینې کسان زما د حدیثونو په اړه زما ملګري او اصحاب دروغجن وبولي؛ کله چې ورته زما حدیث نقل شي، نو هغه به په داسې حال کې چې پر خپل ځای ئې تکیه وهلې وي، ووائي: زه په دې نه پوهېږم (او نه ئې منم)، نو زه یوازې پر هغه څه عمل کوم چې په قرآن کریم کې ئې دستور او حکم راکړل شوی وي::::

  همداسې پېښه هم رامنځته شوه. د رسول ا...(ص) له رحلت وروسته د حدیثونو   نه لیکل  کول دود شول؛ د دویم خلیفه په زمانې کې ئې پراختیا وموندله او د بني امیّه ؤ په پړاؤ کې د اهل سنتو په عمومي فرهنګ بدل  شول.

له څه مودې وروسته، د حدیثونو نقلول هم په بشپړه توګه منع شول، او دغه حالت کابو تر  سلو کلونو پورې دوام وکړ.

البته دا په دې معنا نه ده چې په دغه مودې کې هر څه له منځه لاړل او له هغه وخت څخه هېڅ کومه نسخه پاتې نه شوه. طبیعي ده چې ځینو کسانو په پټه، یا په ځانګړو وختونو او ځایونو کې، د بني امیه ؤ د دستور پر خلاف عمل کړی او ځینې پاڼې ئې لیکلې دي؛ خو د دغو کسانو شمېر ډېر لږ و.

د دې اقدام منفي پایلې ډېرې خواشینوونکې وې؛ په تیره بیا  دا چې په راتلونکو پړاؤنو کې ئې د جعلي حدیثونو د جوړوونکو لپاره زمینه برابره کړه. نااهلو او دنیا غوښتونکو کسانو خپلې نظرئې، افکار او ګروهنې له رسول اکرم(ص)سره منسوبې کړې.

او که د اهل‌بیت  پاکو امامانو(علیهم السلام ) هڅې او مبارزې نه وائ، د رسول اکرم(ص) ډېرې ویناوې او سنتونه به په بشپړه توګه له منځه تللي وائ؛ لکه څنګه چې د ډېرو قرآني آیتونو د نزول د شأن په اړه معلوماتو   اوس  زمونږ لاسرسی  نشته.

په دغو څه دپاسه  دوه سوه خپرونو کې چې کوم مطالب تاسو قدرمنو ته وړاندې شول، د معتبرو کتابونو له مخې وو؛ لکه:

•              تفسیر جامع‌البیان؛ د طبري تفسیر

•              تفسیر الدرّالمنثور؛ د جلال‌الدین سیوطي تفسیر

•              تفسیر کبیر؛ د امام فخر رازي تفسیر

•              تفسیر نمونه؛ د ناصر مکارم شیرازي اثر

•              او د تفسیر ځیني نور و  آثارو څخه راخستل شوي دي.

  نو د بشریت د ژغورونکي ، حضرت امام  مهدي موعود(عجل  ا... تعالی فرجه الشرف) د ظهور او د ټولو حقایقو د څرګندېدو په هیله،  تاسو ټول قدرمن دوستان او ملګري په لوي او نیاؤمن  خداي سپارو ،بریالي او سوکاله ووسئ.

ژباړن!(سیماب)

*****************************************************************************************************************************************************