د افغانستان او پاکستان امنیت متقابلې همکارۍ او درک ته اړتیا لري
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i177532-د_افغانستان_او_پاکستان_امنیت_متقابلې_همکارۍ_او_درک_ته_اړتیا_لري
په اسلام‌اباد کې د افغانستان د طالبانو د حکومت سفیر وویل: د دواړو هېوادونو امنیت متقابلې همکارۍ، خبرو اترو او د یو بل د اندېښنو درک ته اړتیا لري.
(last modified 2026-09-02T02:06:01+00:00 )
Sep 02, 2026 06:33 Asia/Kabul
  •   د افغانستان او پاکستان امنیت متقابلې همکارۍ او درک ته اړتیا لري

په اسلام‌اباد کې د افغانستان د طالبانو د حکومت سفیر وویل: د دواړو هېوادونو امنیت متقابلې همکارۍ، خبرو اترو او د یو بل د اندېښنو درک ته اړتیا لري.

د تسنیم خبري اژانس د راپور له مخې، په اسلام‌اباد کې د افغانستان د طالبانو د حکومت سفیر سردار احمد شکیب ټینګار وکړ چې د افغانستان او پاکستان امنیت د دواړو لورو د اندېښنو متقابلې همکارۍ او درک ته اړتیا لري.

شکیب پرون ناوخته  د پاکستان په ملي دفاعي پوهنتون کې په یولړ څرګندونو کې وویل چې طالبان د افغانستان له خاورې څخه د احتمالي ګواښونو په اړه د اسلام‌اباد اندېښنې درک کوي او نه غواړي چې د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده وشي.

هغه په ورته وخت کې ټینګار وکړ: د پاکستان امنیتي اندېښنې باید په افغانستان کې د پوځي اقدام لپاره پلمه نه شي، او امنیتي ادعاګانې باید مشخصې، دقیقې او پر عیني معلوماتو ولاړې وي.

د طالبانو سفیر وویل: که اسلام‌اباد له خپلو امنیتي اندېښنو سره د همکارۍ تمه لري، طالبان هم غواړي چې د افغانستان د امنیتي اندېښنو په اړه مستقیمې خبرې وشي.

هغه همدارنګه له کابل او اسلام‌اباد څخه وغوښتل چې د یو بل په اړه له «زړو او له وخته تېرو شوو انګېَرنو» څخه تېر شي، او وې وئيل د دواړو هېوادونو امنیتي مسئلې له یو بل سره ډېرې تړلې دي.

شکیب د دواړو هېوادونو پراخو اړیکو ته په اشارې وویل: افغانستان او پاکستان خپله  متقابله وابستګي د ثبات، امنیت او ګډو اقتصادي ګټو لپاره په یوه فرصت بدلولی شي. هغه زیاته کړه: د هند پشمول له بېلابېلو هېوادونو سره د افغانستان اړیکې له پاکستان سره د دښمنۍ په معنا نه دي، او دواړه هېوادونه باید د خپلواکو پرېکړو ترڅنګ د یو بل امنیتي او ملي اندېښنې هم په پام کې ونیسي.