قالیباف: که زمونږ پر شتمنیو برید وکړئ، برید به پرې وشي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i177810-قالیباف_که_زمونږ_پر_شتمنیو_برید_وکړئ_برید_به_پرې_وشي
پارس‌تودي ــ د ایران د اسلامي شورا مشر وویل: که تاسو زمونږ پر شتمنیو برید وکړئ، پر تاسو به برید وشي. مونږ دا وړتیا مخکې هم ثابته کړې ده؛ له هغو پوځي اډو مو پوښتنه وکړئ چې اوس مو له عملیاتي فعالیت څخه وتلې دي.
(last modified 2026-09-08T07:58:00+00:00 )
Sep 08, 2026 06:08 Asia/Kabul
  •  قالیباف: که زمونږ پر شتمنیو برید وکړئ، برید به پرې وشي

پارس‌تودي ــ د ایران د اسلامي شورا مشر وویل: که تاسو زمونږ پر شتمنیو برید وکړئ، پر تاسو به برید وشي. مونږ دا وړتیا مخکې هم ثابته کړې ده؛ له هغو پوځي اډو مو پوښتنه وکړئ چې اوس مو له عملیاتي فعالیت څخه وتلې دي.

د پارس‌تودي د راپور له مخې، د ایران د اسلامي شورا مشر محمدباقر قالیباف د امریکا د جګړې وزیر پیت هګست د وروستیو ګواښونو او څرګندونو په غبرګون کې، د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په خپل حساب کې د ایران د نوې پوځي ستراتیژۍ په اړه ولیکل:

موضوع ساده او د پوهېدو وړ ده: په دې سیمه کې د نفتو او ګازو د تولید او انتقال ځنځیر پراخ، خواره واره، د لاسرسي وړ او زیان‌من دی. هغه امریکايي نفت او ګاز شرکتونه چې په دغو اوبو او تاسیساتو کې فعالیت کوي، هم په همدې اندازه زیان‌من دي.