په سوریې کښې شل کسان وژل شوی دی
-
په سوریې کښې داعش ، النصره او نورو وهابي ټروریسټي ډلو تراوسه ډیر جنایتونه کړي دي .
زمونږ خبریال وایی د سوریې د دیرالزور ولایت په خوا کښې د الجفره او الکونیه دوو(۲) سیمو ترمینځ بیګا په یوه (۱)ګادی کښې په ترهګرې بم چاودنې کښې کابو شل (۲۰)کسان ووژل شول او دیرش(۳۰) نور ژوبل شول .
د مړو کسانو دشمیر د زیاتیدا احتمال شته ځکه چې ځینې ژوبل کسان مرګی حاله دی .
دغه بم چاودنه د سوریې د دیرالزور ولایت دکډوالو په مینځ کښې شوی ده او داعش وهابی صهیونیسټی تکفیری ترهګرې ډلې ددغه بم چاودنې ذمه واری پرغاړه اخیستی ده .
په سوریې کښې داعش ، النصره او نورو وهابی ټروریسټی ډلو چې سعودی عربستان، امریکا، انګلستان ، فرانسې ، ترکیې ، قطر، اردن ، اسرائیلو ،کویت ، بحرین او نورو اروپایی او عربو هیوادونو خپلوهدفونو ته درسیدا لپاره جوړې کړی دی تراوسه ډیر جنایتونه کړی دی او په لسګونو زره خلک یې وژلی او ژوبل کړی چې تاریخ به یې هیڅ کله هیر نکړی .