روسیې د داعش ډلې په مرکزونو بیا بمبارې کړی دی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i59416-روسیې_د_داعش_ډلې_په_مرکزونو_بیا_بمبارې_کړی_دی
ایرنا خبری اژانس وایی د روسیې هوایی ځواک د پرله پسې دریمې(۳) ورځې لپاره د سوریې په ختیځ کښې په« البوکمال» سیمه کښې دداعش ترهګرې ډلې په مورچو بمبارې وکړې .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 19, 2017 01:09 Asia/Kabul
  • روسیې په سوریې کښې د ترهګرو په دولس سوه پنځوسو(۱۲۵۰)مرکزونو بمبارې کړي دی او هغه یې تباه کړي دي .
    روسیې په سوریې کښې د ترهګرو په دولس سوه پنځوسو(۱۲۵۰)مرکزونو بمبارې کړي دی او هغه یې تباه کړي دي .

ایرنا خبری اژانس وایی د روسیې هوایی ځواک د پرله پسې دریمې(۳) ورځې لپاره د سوریې په ختیځ کښې په« البوکمال» سیمه کښې دداعش ترهګرې ډلې په مورچو بمبارې وکړې .

دروسیې دفاع وزارت وویل ددغه هیواد شپږو (۶)توپو لوف دوه ویشت ایم درې(Tupolev-22 M3) ډوله جنګی الوتکو پرون د سوریې په بوکمال ښار کښې دداعش ترهګرې په مرکزونو حملې وکړې .

دروسیې دفاع وزارت زیاته کړه ددغه هیواد هوایی ځواک په تیرو اوو(۷)  ورځو کښې په سوریې کښې د ترهګرو په دولس سوه پنځوسو(۱۲۵۰)مرکزونو بمبارې کړی دی او هغه یې تباه کړی دی .

په سوریې کښې له ترهګرو سره زیاتې مالی ، پوځی او اسخباراتی مرستې امریکا، انګلستان، فرانسه ، سعودی عربستان ، ترکیه ، قطر، اردن ، اسرائیل ، متحده عربی امارات ،  کویت او ځینې نور عرب اواروپایی هیوادونه کوی .