د لړم د دیرشمې نیټې ورځپاڼې
https://parstoday.ir/ps/news/world-i59567-د_لړم_د_دیرشمې_نیټې_ورځپاڼې
د تهران راډیو مینه والو دا دی یوځل بیا مو ورځپاڼو ته د کتنې پروګرام برابر کړی دی. په دې پروګرام کښې له معمول سره سم وړومبی د تهران چاپ او ورپسې د ځینو بهرنیو ورځپاڼو مهم مطالب او خبرونه درسره شریکوو. */*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 21, 2017 07:42 Asia/Kabul
  • د لړم د دیرشمې نیټې ورځپاڼې

د تهران راډیو مینه والو دا دی یوځل بیا مو ورځپاڼو ته د کتنې پروګرام برابر کړی دی. په دې پروګرام کښې له معمول سره سم وړومبی د تهران چاپ او ورپسې د ځینو بهرنیو ورځپاڼو مهم مطالب او خبرونه درسره شریکوو. */*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

د تهران چاپ کابو ټولو ورځپاڼو د ایران په لویدیځ کښې زلزله ځپلي کرمانشاه ولایت ته د اسلامي انقلاب د معظم رهبر حضرت آیت ا... العظمی سید علي خامنه اي د سفر خبر د خپل وړومبي مخ سرټکی ګرځولی چې ابرابر ورځپاڼې د معظم رهبر دا خبره د عنوان په توګه غوره کړې ده: چارواکي دې خپل کوششونه څوچنده کړي، په دې اندازه مرستې قانع نه یم.

د خبر په تفصیل کښې لولو چې داسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آیت ا...العظمی سید علی خامنه اي پرون سهار وختي د کرمانشاه له زلزله ځپلو او غم لړلو خلکو سره دخواخوږۍ لپاره دغه ولایت ته لاړ او له خلکو سره په غم کې شریک شو .

 دوي په پیل کښې په سرپل زهاب ښار کې تاواني سیمو ته لاړل او هغه ئې ولیدې او دغه راز ئې د دغې سیمې دغمځپلو خلکو په ټول کې  پخپلو څرګندونو کې وفرمائيل: دا یو داسې غم او داغ دی چې  په دغې سیمې کې زمونږ خلکو کابو پنځّه سوه خپل خپلوان له لاسه ورکړي دي . داسلامی انقلاب معظم لارښود دغه راز ټينګار وکړ درستو مسئولانو په بیلابیلو برخو کې بشپړ هڅه کړې ده او که  نه وائ نو  دځپل شویو خلکو مشکلات به نوره هم زیات وو خو بیا هم زه قانع نه یم او باید نوره هم دخلکو دمشکلاتو دختمولو لپاره لازیاته هڅه وشي . دوی دغه راز ووئيل ،ډيره دلچسي مودرلوده چې ستاسو د خوشالۍ په وخت  ستاسو د مهربانو او وفادارو خلکو ښار ته راشم ، نه په داسې شرائطو کښې چې غمجن  او په ویر کې یئ. داسلامی انقلاب معظم لارښود دسپيڅلی دفاع په پړاؤ کې د کرمانشاه ولایت دخلکو مقاومت او سرښیندنې او مقاومت ته په اشارې سره ووئيل ، دا لومړنی ځل م نه دی ، چې ستاسو د ښار او  د دې ګیرچاپيره مهربان او صابر اوسیدونکي له دغه شان مشکلاتوسره مخامخیږي بلکې تاسو د تپلی جنګ په دوران کې هم د کړاؤنو او دردونو په مقابل کې محکم، پیاوړي او مقاومت ولس په توګه مو خپل مقاومت نندارې ته وړاندې کړی دی . او اوس به هم همداسې وبریښوئ.حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه اي وفرمائيل ؛ دغې پيښې د درست ایران دملت زړونه دردولي دي او د درست ملت زړونه دکرمانشاه ولایت  له غمجنو خلکو سره  غمجن دي او هر ډول مرستې کړي دي او دغه بهیر ته به دوام ورکړي .

 

د تهران چاپ اطلاعات ورځپاڼې بیا د نورو خبرونو ترڅنګ د حزب ا... خلاف د عرب اتحادیې له خبرپاڼې سره د لبنان، عراق او یمن د پریکنده مخالفت په عنوان سره یو خبر راخیستی او ترې لاندې یې لیکلي چې د لبنان د پارلیمان مشر نبیه بري عرب اتحادیې ته په یو پيغوري غبرګون کښې وویل: وبخښئ چې په لبنان کښې له اسرائیلو سره وجنګیدو.

د لبنان د پارلیمان یو استازي هم وویل: حزب ا... د لبنان د ټولنې د یوې سترې برخې نماینده او استازی دی.

په دې لړ کښې د عراق د بهرنیو چارو وزیر هم وویل: د عرب اتحادیې په بیانیه کښې په حزب ا... پورې د اړوندو بندونو مخالف یو.

اطلاعات په یو بل خبر کښې د لبنان د حزب ا... د عمومي منشي سید حسن نصرا... خبرې راخیستې چې ویلي یې دي: د داعش په جرړه ایستلو کښې د اسلامي انقلاب د معظم رهبر، د ایران د خلکو او د سردار سلیماني احسانمن یو.

د دې خبر په دوام کښې لولو چې سید حسن نصرا... پرون د لبنان د حزب ا... او ایران په خلاف د عربو اتحادیې د پرونۍ غونډې د وروستۍ بیانیې په غبرګونو کښې وویل: په ترهه ګرۍ باندې د حزب ا... تورنول او له ترهه ګرۍ څخه په ملاتړ د ایران تورنول څه نوی اقدام نه دی بلکې د دښمنانو لخوا تل داسې بې بنسټه ادعاوې شوې دي.

د لبنان د حزب ا... مشر د مقاومت د ځواکونو وسله د لبنان د امنیت او ثبات ضمانت ورکونکې وبلله  چې تل یې د هېواد له زمکنۍ بشپړتیا څخه دفاع کړې ده.

نصرا... له ځینو عربو هېوادونو وغوښتل چې په لبنان کښې د کورنی جنګ د شروع کولو لپاره له هلوځلو دې لاس واخلی او د دغه هېواد په چارو کښې لاس وهنه او تحریکونکی اقدامات دې ختم کړی.

هغه زیاته کړه داعش په عراق او سوریې کښې د یو فوځی تنظیم په توګه ختم شوی دی او په بشپړه توګه یې د پاکسازۍ په طمه یوو.

سید حسن نصرا... تاکید وکړ له ټولو جنګیالیو څخه له مننې علاوه په خاصه توګه د قدس د لښکر او خپل ورور جنرل قاسم سلېمانی څخه تشکر کوم. حسن نصر ا... همدارنګ د ایران د کرمانشاه د زلزلې په اړه د اسلامی انقلاب معظم رهبر ، د ایران ولسمشر او ملت ته او په تېره بیا د کرمانشاه خلکو ته تسلیت وویلو.

 

او له تهرانه چاپیدونکې کیهان ورځپاڼې په ملګرو ملتو د کښې د ایران د اسلامی جمهوریت د دائمي استازي غلامعلي خوشرو څرګندونو ته انعکاس ورکړی چې په دې باندې په تاکید سره چې نړۍ په افغانستان باندې د امریکې له تیری نه وروسته د امنیت احساس نه کوی وايي: نړیواله ټولنه دې له ترهه ګرۍ سره په مبارزه کښې له افغانستان سره مرسته وکړي..

غلامعلی خوشرو پرون د افغانستان په موضوع سره د ملګرو ملتو د عمومی اسمبلۍ په غونډه کښې په افغانستان کښې په وروستیو میاشتو کښې د ترهه ایزو او له تشدده د ډکو حملو د شمېر زیاتېدو ته اشاره وکړه او هغه یې داسې یو چلند وبلۀ چې په افغانستان باندې د امریکې له تیری وروسته رامنځته شوے دے.

په ملګرو ملتو  کښې د ایران دائمی استازی له افغانستان څخه د ایران د اسلامی جمهوریت په ملاتړ باندې په تاکید سره وویل: ایران له تېرو دریو لسیزو نه  تراوسه پورې د میلینونو افغان مهاجرو کوربا دے.

د ملګرو ملتود کډوالو د عالی کمېشنرۍ د 2017 روان میلادی کال د جولائۍ د رپوټ له مخې په ایران کښې تقریباً یو میلین نوم لیکل شوی یعنې قانونی افغان مهاجر ژوند کوی.

تقریباً دوه میلینه افغان مهاجر په غېر قانونی توګه په ایران کښې ژوند کوی. دغه کسان په حقیقت کښې د تشخص مدارک نه لرونکی کسان دی ، له دې سره سره په ایران کښې د قانونی او غېر قانونی په شمول د ټولو افغان کډوالو په تعلیم او زدکړو باندې د اسلامی انقلاب د معظم رهبر د بیا بیا تاکید په چوکاټ کښې زدکړې وېړیا دی.

افغان مهاجرین د ایران له درمانی او روغتیائی خدماتو څخه هم بې له څه تبعیضه استفاده کوی. افغان چارواکو په ځلونو د افغان مهاجرینو لپاره له ایران څخه قدرونه کړې ده .

خوشرو همدارنګ په تېر کال کښې په افغانستان کښې د خشخاشو د کر د 87 فیصده زیاتېدو په اړه د ملګرو ملتو د ادارو له تحقیقاتو څخه د اندېښنې په څرګندولو سره له نشه ایزو موادو سره د مقابلې لپاره له نړیوالو او سیمه ایزو نوښتونو څخه د نړیوالې ټولنې د ملاتړ غوښتونکی شو.

 

کابل چاپ:

 

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې په هلمند کې په یو لړ عملیاتو کې د مخدرو موادو د مرکزونو د له منځه وړلو په تړاو یو شمېر مطالب چاپ کړي دي.

    سرخط

سرخط خپلواکې ورځپاڼې په دې اړه په خپله سرمقاله کې لیکلي، افغان حکومت اعلان وکړ چې په هلمند کې افغان سرتېرو د ناټو په ملګرتیا د هېروئنو په فابریکو عملیات کړي او د پروسس اته مرکزونه یې ویجاړ کړي دي.

په سرمقاله کې راغلي چې حکومت وايي، تر دې وروسته به پرله پسې توګه د مخدرو موادو په مرکزونو ورته عملیات کوي او له منځه به یې وړي.

 

د سرمقاله لیکونکي په باور، حکومت د بلا په لور ګام اخېستی دی، خو که خدای مه کړه حکومت یا زړه نا زړه شي، یا یې خپله خبره هېره شي، یا وډار شي، دغه مافیا به لاخونړۍ شي.

 

ورځپاڼه لیکي:

طالبان او نور ترهګر رښتیا هم د نشه يي توکو په دود پايي، خو په ورځپاڼه کې د افغان حکومت په یو شمېر لوړ پوړو چارواکو هم چې نومونه یې نه دي اخېستل شوي تور پورې شوی چې د مخدرو موادو مافیايي څېرې دي.

 

    هېواد

هېواد دولتي ورځپانې په دې اړه د ارګ نه د خپرې شوې خبرپاڼې په اړه لیکلي دي.

هېواد لیکي، د افغانستان حکومت په ډاګه کړې چې اوسنۍ جګړه د نشه يي توکو جنګ او د طالبانو او نورو تروریستي ډلو د تمویل اساسي سرچینه بلل کېږي او ترورېستان له دې نه په استفادې فعالیت کوي.

په ورځپانه کې راغلي، افغان حکومت ویلي، د مخدرو موادو د پروسس د سرچینو په نښه کولو کې جدي دي او تدابیر هم ورته نیول شوي دي.

ورځپاڼې دا هم ویلي چې افغان حکومت په افغانستان کې سوله او ثبات د مخدرو موادو پر وړاندې په جدي مبارزې پورې تړلی بولي.

    ملي ارمان

ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې بیا په خپل یو مطلب کې د افغانستان د مخدرو موادو پر وړاندې د مبارزې وزارت د مرستیال په خبرو انتقاد کړې دی.

په مطلب کې راغلي، د افغانستان د مخدرو موادو پر وړاندې د مبارزې وزارت ته باید ځکه نړیوالو جایزه ورکړل شي چې د یاد وزارت یو مرستیال په دغه هېواد کې په نشه يي توکو دوه نیم میلیونه روږدي کسان خیالي ګڼلي دي.

په مطلب کې دا نه دي راغلي چې د نوموړي وزارت کوم مرستیال دا خبره کړې خو د نوموړي په حواله راغلي چې یوې رسنۍ ته یې په مرکه کې ویلي، په افغانستان کې د روږدو کسانو په رقم کې مبالغه شوې او اصلاً نیم میلیون کسان دي.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*