د مصر او لبنان ولسمشرانو په ثبات ټینګار وکړ
-
سعودي عربستان دټولومسلمانانو دبدبختیو اصلي عامل او د ترهګرو ډلو ستر جوړونکی دیکتاتور رژیم دی .
زمونږ خبریال وایی د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسی دلبنان له لومړی وزیر سعد حریری سره دکتنې په درشل کښې ددغه هیواد له ولسمشر میشل عون سره په ټیلی فونی خبرو کښې په لبنان کښې د ثبات دساتلو پرضرورت ټینګار وکړ .
دلبنان ولسمشر میشل عون بیګا د مصر له ولسمشر عبدالفتاح السیسی سره په ټیلی فونی تماس کښې د لبنان او دسیمې د وروستیو بدلونونو او دغه راز د دوه اړخیزه اړیکو په اړه خبرې وکړې .
د لبنان لومړی وزیر سعد حریری دمصر له ولسمشر عبدالفتاح السیسی سره دخبرو لپاره قاهرې ته تللی او اوس او مصرڅخه خپل هیواد لبنان ته ورستون شوی .
سعد حریري به نن له ولسمشر میشل عون سره خبرې وکړي .
دلبنان لومړی وزیر سعد حریری د نوامبر په څلورمه(۴) نیټه په عربستان کښې په یوه(۱) نادود او ناڅاپه اقدام کښې له خپل مقام څخه استعفا ورکړی وه .
دلبنان دولسمشر میشل عون او دسیاسی چارو د کارپیژاندو په شمول حکومتی چارواکی باوری دی د سعد حریری استعفا د سعودی عربستان په دباو او په خارج او داخل کښې دلبنان حزب الله غورځنګ ته د ګوزار د ورکولو په هدف سره ترسره شوی ده .
سعودی عربستان دټولومسلمانانو دبدبختیو اصلی عامل او د ترهګرو ډلو ستر جوړونکی دیکتاتور رژیم دی .