امریکايي سناتوران په زغرده وائی؛ایران بریالی شو
https://parstoday.ir/ps/news/world-i174328-امریکايي_سناتوران_په_زغرده_وائی_ایران_بریالی_شو
پارس ټوډې – د تهران او واشنګټن ترمینځ د تفاهم‌لیک په اړه د امریکا په کانګرس کې غبرګونونه لا هم دوام لري. ډیموکراتان دا تفاهم د ایران لپاره یو ښه تړون بولي او د همدې جنګ له امله لا هم پر ډونالډ ټرمپ نیوکې کوي.
(last modified 2026-06-18T09:42:46+00:00 )
Jun 18, 2026 12:36 Asia/Kabul
  • امریکايي سناتوران په زغرده وائی؛ایران بریالی شو

پارس ټوډې – د تهران او واشنګټن ترمینځ د تفاهم‌لیک په اړه د امریکا په کانګرس کې غبرګونونه لا هم دوام لري. ډیموکراتان دا تفاهم د ایران لپاره یو ښه تړون بولي او د همدې جنګ له امله لا هم پر ډونالډ ټرمپ نیوکې کوي.

د پارس ټوډې د راپور له مخې، یو شمېر ډیموکرات سناتورانو یو ځل بیا پر ایران د امریکا او صهیونیستي رژیم بریدونه وغندل او وې ویل چې دغه موقتي تفاهم د ایران لپاره یوه ښه موافقه ده، خو د امریکا په ګټه نه دی.

د  امریکا د ماساچوسټس ایالت سناتورې الیزابت وارن، ، پرون ناوخته په کانګرس کې خبریالانو ته وویل:«زه درک کوم چې ایرانیان څنګه په دې تفاهم‌لیک کې ځان بریالی ګڼي، خو رښتیا هم نه وینم چې دا تړون به د امریکا حتی یوې کورنۍ ته هم کومه ګټه ورسوي.ډونالډ ټرمپ هېڅکله ونه شو کولای تشریح کړي چې مونږ ولې دغه جنګ ته وارد شوو، خو د دغه جنګ لګښتونه اوس په بشپړ ډول څرګند شوي دي.

د CNN د راپور له مخې، د کالیفورنیا ډیموکرات سناتور اِډم شیف هم خبریالانو ته وویل چې دا توافق د امریکا لپاره ښه نه دی.

هغه وویل: دا د ایران لپاره یو ډېر ښه او د امریکا متحده ایالاتو لپاره یو ډېر بد تړون ښکاري. دا په حقیقت کې د راتلونکې موافقې د ترلاسه کولو لپاره یو تفاهم دی، خو ایران ته ډېره لږه انګېزه ورکوي چې په رښتیا سره له هغو شرطونو سره موافقه وکړي.

همدارنګه سناتور مارک وارنر، چې په مشرانو جرګې کې  د استخباراتو کمېټې لوړپوړی ډیموکرات غړی دی، خبریالانو ته وویل: زه خوښ یم چې ولسمشر د بریا اعلان کوي، ځکه دا جګړه د هغو لګښتونو له پلوه چې پر امریکایانو ئې تپلي ،  یوه غمیزه وه. زما په اند خلک به په راتلونکې کې دغه جنګ ته وګوري او وبه وائي چې دا یوه اختیاري او ناورین  جنګ ؤ  او امریکا اوس د جګړې له پیل څخه د مخه په پرتله کمزورې شوې ده.

جمهوري‌غوړی سناتور بیل کاسیډي،  چې تېره میاشت  ئې د ګوندي ټاکنو پر مهال د ډونالډ ټرمپ له ملاتړ شوي سیال څخه ماتې خوړلې وه، هم وویل: دا په وروستیو لسیزو کې د امریکا د بهرني سیاست تر ټولو ستره تېروتنه ده.

هغه زیاته کړې: له جګړې مخکې   هرمز تنګی خلاص ؤ، ایران د بندیزونو تر دباؤ  لاندې ؤ او ۱۳ امریکايي عسکر  لا ژوندي وو. اوس ۱۳ امریکایان وژل شوي، کورنیو د سونګ توکو لپاره میلیاردونه ډالر ورکړي، بندیزونه به لغوه شي او بمبارۍ به هم ودرول شي. دا د وروستیو لسیزو تر ټولو بده بهرنۍ سیاسي تېروتنه ده.

همدارنګه د امریکا د فکس نیوز  ټيلوییژني چینل شنونکي بن شاپیرو وویل: داسې ښکاري چې دا تفاهم‌لیک یوه غمیزه ده، ځکه د امریکا حکومت د جګړې په پیل کې ټاکل شوي اصلي اهداف نه دي ترلاسه کړي او د جګړې هېڅ مهم هدف ئې نه دی پوره کړی.