په یمن کښې ستر انسانی کړکیچ روان دی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i59625-په_یمن_کښې_ستر_انسانی_کړکیچ_روان_دی
زمونږخبریال وایی ملګروملتونو د یمن حالات د انسان دتاریخ ترټولو بد کړکیچ وباله .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 22, 2017 03:15 Asia/Kabul
  • که چیرې دیمن خلکو ته خواړه ونه ورسیږي او درملنې یې ونشي نو په راتلونکو څو میاشتو کښې به ددغه هیواد یونیم لک ماشومان ووژل شي .
    که چیرې دیمن خلکو ته خواړه ونه ورسیږي او درملنې یې ونشي نو په راتلونکو څو میاشتو کښې به ددغه هیواد یونیم لک ماشومان ووژل شي .

زمونږخبریال وایی ملګروملتونو د یمن حالات د انسان دتاریخ ترټولو بد کړکیچ وباله .

ملګروملتونو ویلی دی چې دسعودی عربستان لخوا دیمن د کلابندۍ په وجه روان میلادی کال د جنګ ، لوږې او دناروغیوله کبله ددغه هیواد د وژل شویو ماشومانو شمیر له پنځوسوزرو(۵۰۰۰۰) زیات شوی دی .

ملګروملتونو وویل چې دیمن دکلابندۍ په وجه د لوږې او دناروغیو له کبله هره ورځ یوسل دیرش(۱۳۰) ماشومان مری .

دیمن په میلیونو خلک سمدستی مرستو ته ضرورت لری اوپه جزوی ډول دکلابندۍ په ختمیدا سره به هم ددغه هیواد څه دپاسه درې میلیونه خلک له لوږې سره مخ وی .

ملګروملتونو ویلی دی که چیرې دیمن خلکو ته خواړه ونه ورسیږی او درملنې یې ونشی نو په راتلونکو څو میاشتو کښې به ددغه هیواد یونیم لک ماشومان ووژل شی .

دغه راز د اروپای اتحادیې دبهرنی سیاس مسولې میرمن موګرینی انسان دوستانه مرستو ته دیمن دټولو ملکی خلکو دسمدستی لاسرسی پرضرورت ټینګار وکړ .