په سوریې کښې ټروریسټی ډلې په رسمیت نه پیژندو
-
اردوغان ددغه خبري کانفرنس په پیل کښې وویل د سیمې د موضوګانو په باره کښې له ایران او روسیې سره کوټلي خبرې هماغه راز دوام لري
ایرنا خبری اژانس وایی د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په سوریې کښې د سیاسی اتحاد او دځمکنۍ بشپړتیا دملاتړ په اعلانولو سره وویل مونږنشو کولای هغه ترهګرې ډلې چې د سوریې د ویشلو کوشش کوی دیوه جایز لوبغاړی په توګه په رسمیت وپیژندو .
دترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان پرون مازیګر د روسیې په سوچی بندری ښار کښې د ایران د ولسمشر حسن روحانی او د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره په ګډ خبری کانفرنس کښې وویل د ترهګرو ډلو د غړیو ایستل به چې دسیمې دهیوادونو په ملی امنیت او دسوریې په ځکمنۍ بشپړتیا او سیاسی اتحاد یې ګوزار کړی دی زمونږ ترټولو مهم لومړیتوب وی .
اردوغان ددغه خبری کانفرنس په پیل کښې وویل د سیمې د موضوګانو په باره کښې له ایران او روسیې سره کوټلی خبرې هماغه راز دوام لری او په ټولو برخو کښې ددغه چارې د ګټې کتونکی یوو .
دترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان داسلامی ایران له ولسمشر حسن روحانی سره کتنې په اشارې سره وویل له روحانی سره په ټولو زمینو کښې د دواړو هیوادونو داړیکو د پراختیا په زمینه کښې موافقې ته رسیدلی یم