چین له پاکستان سره په اقتصادی پروژې ټینګار وکړ
Nov 23, 2017 03:07 Asia/Kabul
-
امریکا او هندوستان د چین او دپاکستان داقتصادي کوریډور سخت مخالفان دي او کوشش کوي چې دغه پروژه ناکامه کړي .
تسنیم خبری اژانس وایی د چین د خارجه وزارت ویندوی لوکانګ(Lu Kang) دپاکستان او دچین د اقتصادی کوریډور د پروژې د بشپړیدا او اجرایی کیدا لپاره د پیکینګ دهڅو په دوام ټینګار وکړ .
هغه پرون وویل د هندوستان په شان خارجی هیوادونه نشی کولای د پیسو په لګولو سره دپاکستان او دچین د اقتصادی کوریډور د پروژې د بشپړیدا او داجرای کیدا مخه ونیسی .
لوکانګ وویل چین ډاډمن دی چې د پاکستان او دچین د اقتصادی کوریډور د پروژې په بشپړیدا او د کار په پیلیدا سره به دسیمې هیوادونه له هغې ګټه پورته کړی .
امریکا او هندوستان د چین او دپاکستان داقتصادی کوریډور سخت مخالفان دی او کوشش کوی چې دغه پروژه ناکامه کړی .
دچین او دپاکستان اقتصادی کوریډرو پروژه به په پاکستان کښې څه دپاسه یولک کسانو لپاره دکار فرصتونه پیدا کړی .