اسرائیل له عربو هیوادونو سره نږدې اړیکې لری
https://parstoday.ir/ps/news/world-i59739-اسرائیل_له_عربو_هیوادونو_سره_نږدې_اړیکې_لری
فارس خبری اژانس وایی د صهیونیسټ رژیم لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو اعتراف وکړ چې له ځینو عربوهیوادونو سره ددغه رژیم اړیکې په زیاتیدا دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 24, 2017 01:01 Asia/Kabul
  • سعودي عربستان تراوسه له اسرائیلو سره په لسګونو میلیارډه ډالره وړیا مرستې کړي  دي چې دغه کار اوس هم دوام لري .
    سعودي عربستان تراوسه له اسرائیلو سره په لسګونو میلیارډه ډالره وړیا مرستې کړي دي چې دغه کار اوس هم دوام لري .

فارس خبری اژانس وایی د صهیونیسټ رژیم لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو اعتراف وکړ چې له ځینو عربوهیوادونو سره ددغه رژیم اړیکې په زیاتیدا دی .

هغه پرون وویل له ځینو عربو هیوادونو سره داسرائیلو اړیکې په پټه توګه وې خو اوس د ښکاره کیدا په حال کښې دی.

داسرائیلو لومړی وزیر نتانیاهو  د پوځی ، اقتصادی ، استخباراتی او ټیکنالوژۍ په شمول په بیلابیلو زمینو کښې له عربو هیوادونو سره د پراخې ملګرتیا پرضرورت ټینګار وکړ .

په سیمه کښې دایران او دمقاومت دچورلیز پرضد دسیاستونو په تعقیبولو کښې د سعودی عربستان او د اسرائیلو غږملتیا او له  ترهګرو ډلو ددغو دوو (۲)دیکتاتورو رژیمونو ملاتړ د صهیونیسټ رژیم او دال سعود رژیم ماهیت له مخکې څخه زیات ښکاره کړی دی .

سعودی عربستان تراوسه له اسرائیلو سره په لسګونو میلیارډه ډالره وړیا مرستې کړی  دی چې دغه کار اوس هم دوام لری .