روسیه په سوریې کښې دعسکرو شمیر کموی
ایرنا خبری اژانس وایی د روسیې د وسله والو ځواکونو د کمیټۍ مشر والیری ګیراسیموف(Valert Gerasimov) په سوریې کښې دخپل هیواد دعسکرو د شمیر د کمیدا د پروګرام خبر ورکړ او ویې ویل په سوریې کښې به روسیې دوې(۲) اډې هماغه راز پرځاې پاتې وی .
هغه پرون په دې خبرې سره چې په سوریې کښې پوځی هدفونه ډیر کم شوی دی وویل د وسله والو ځواکونو د قوماندانانو په فیصلې سره به په سوریې کښې د روسیې دعسکرو شمیر کم شی .
د روسیې د وسله والو ځواکونو دکمیټۍ مشر والیری ګیراسیموف وویل په حمیمیم(HAMIMIM) اډې کښې دیره د سوریې په اووربند د څارنې لپاره دروسیې مرکز او په دغه هیواد کښې دوې(۲) نورې پوځی اډې به په خپل ځاې پاتې وی .
دسوریې په لاذقیه ولایت کښې د حمیمیم(HAMIMIM) هوایی اډه او په طرطوس کښې بله سمندره اډه د روسیې په لاس کښې ده .
د سوریې د ابوکمال ښار په ازادیدا سره په دغه هیواد کښې د داعش ترهګرې ډلې دوسیه په عملی ډول وتړل شوه .
داعش ډله امریکا، انګلستان، فرانسې ، سعودی عربستان ، ترکیې ، قطر،اسرائیلو، اردن ، بحرین ، متحده عربی اماراتو،کویت او ځینو نورو عربو او اروپایی هیوادونوخپلوهدفونو ته درسیدا لپاره جوړه کړی ده .
امریکا اوس دداعش ترهګرې ډلې ډیر غړی افغانستان ته انتقال کړی دی او غواړی ددغه ډلې فعالیتونه مرکزی اسیا هیوادونوته وغزوی چې د روسیې او د چین لپاره امنیتی مشکلات رامینځته کړی .