عربستان یمن ته د مرستو د ورتلو مخه نیولی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i59749-عربستان_یمن_ته_د_مرستو_د_ورتلو_مخه_نیولی
زمونږخبریال وايي دیمن د هوایی چلند ادارې ویندوی مازن غانم وویل دسعودی عربستان په مشرۍ ائتلاف یمن ته د انسان دوستانه مرستو د الوتونو مخه نیسی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 24, 2017 02:16 Asia/Kabul
  • دیمن په تعز ولایت کښې دحکومتي عسکرو په حملې کښې دسعودي عربستان په لسګونو ګوډګیان هلاک او یا ژوبل شول  .
    دیمن په تعز ولایت کښې دحکومتي عسکرو په حملې کښې دسعودي عربستان په لسګونو ګوډګیان هلاک او یا ژوبل شول .

زمونږخبریال وايي دیمن د هوایی چلند ادارې ویندوی مازن غانم وویل دسعودی عربستان په مشرۍ ائتلاف یمن ته د انسان دوستانه مرستو د الوتونو مخه نیسی .

هغه وویل دعمان په پلازمینې مسقط کښې  دیره دوه سوه (۲۰۰)مرسته رسونکی تراوسه نه دی توانیدلی دخپلو انسان دوستانه دندو د ترسره کولو لپاره پلازمینې صنعا ته راشی او د ملګروملتونو او دنړیوالو انسان دوستانه مرستو دموسسو درې سوه لس (۳۱۰)کارکونکی هم په صنعا کښې ښکیل شوی دی .

دیمن دهوایی چلند ادارې ویندوی مازن غانم وویل د روان میلادی کال د نوامبر د میاشتې له شپږمې (۶)نیټې راهسې دعربستان لخوا  یمن ته  دالوتکو په الوتونو بندیز نور هم زیات شوی دی .

سعودی عربستان دملګروملتونو ، د بې سرحده ډاکټرانو موسسې ، د ملګروملتونو د خواړو پروګرام او دماشومانو صندوق یونیسف  الوتکو ته چې د ماشومانو د ګوزڼ واکسین ورسره دی دیمن صنعا هوایی ډګر ته د ورتلو اجازه نه ده ورکړی .

دیمن دکلابندۍ په هکله د سعودی عربستان دتیریګر ائتلاف اقدام په دغه هیواد کښې ناوړه انسانی حالات رامینځته کړی دی .

دغه راز دیمن په تعز ولایت کښې دحکومتی عسکرو په حملې کښې دسعودی عربستان په لسګونو ګوډګیان هلاک او یا ژوبل شول  او ځینې کسان ونیول هم شول .