دایران اټومی موافقه د ټولې نړۍ دامنیت تضمینونکی ده
-
ټول لوري باید ددغه تړون اجرا ته وفاداره او ژمن ووسي .
په اټومی انرژۍ نړیوال اژانس کښې د ایټالیا استازی میرمن «ماریا اسونتا اچیلی سابا تینی »پرون په ویانا کښې د دغه اژانس دواکمنې شورا دغونډې په څنګ کښې ایرنا خبری اژانس ته وویل
دایران او دپینځه جمع یوې ډلې دغړیوهیوادونو ترمینځ لاسلیک شوی اټومی موافقه دټولې نړۍ دامنیت لپاره تضمین دی او ټول لوری باید ددغه تړون اجرا ته وفاداره او ژمن ووسی .
هغې وویل خپلو ژمنو ته دایران د نا پاې بندۍ په اړه دامریکا دولسمشر ټرمپ د ادعاګانو په اپوټه تهران داټومی انرژۍ دنړیوال اژانس ټولې ژمنې پوره کړی دی .
دناروې دخارجه وزیر قائمقام وګر کریسټین اسټرومن هم په دې خبرې ټینګار سره چې اوسلو د اټومی موافقې ملاتړ کوی دایران پرضد دامریکا په مشرۍ د لویدیځ دظالمانه بایکاټونو ختمیدل یې ددواړوهیوادونو د اړیکو د پراختیا لپاره مناسب فرصت وباله .