دشمالی کوریا پرضد اقدام دغمیزې سبب کیږی
-
امریکا په کوریا ټاپووزمې کښې دحالاتو دخرابولو اصلي مسوله ده
مهر خبری اژانس وایی د روسیې دبهرنیو چارو دوزارت ویندویې میرمن ماریا زاخارووا پرون خبرداری ورکړ دترهګرو دملاتړو هیوادونو په فهرست کښې دشمالی کوریا دنوم په ورزیاتولو کښې د امریکا اقدام مکمن دی دنړیوالې غمیزې سبب شی .
هغې جوته کړه دامریکا لخوا دترهګرو دملاتړو هیوادونو په فهرست کښې د شمالی کوریا دنوم شاملول شرایط نور پسې خرابوی او تاوتریخوالی کموی نه .
دامریکا ولسمشر ټرمپ په تیرې دوشنبې ورځ ویلی وو دشمالی کوریا نوم یې دترهګرو دملاتړو هیوادونو په فهرست کښې شامل کړی دی .
واشنګټن د ولسمشر له دغه اقدام وروسته د شمالی کوریا پرضد نوی بایکاټونه ولګول .
شمالی کوریا دامریکا دولسمشر دغه اقدام لسمونکی او شرمونکی وباله .
امریکا په کوریا ټاپووزمې کښې دحالاتو دخرابولو اصلی مسوله ده ځکه چې دغه هیواد په پرله پسې ډول شمالی کوریا ته دجنګ ګواښونه کوی .