په سیمه کښې د ترهګرۍ لامل امریکا ده
https://parstoday.ir/ps/news/world-i59781-په_سیمه_کښې_د_ترهګرۍ_لامل_امریکا_ده
په سوریه کښې موجود ترهګر ځايي نه بلکې مهاجر دي او ممکنه ده یو بل ځاې ته لاړ شي او هلته امنیتي مشکلات جوړ کړي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 24, 2017 13:00 Asia/Kabul
  • په سیمه کښې د ترهګرۍ لامل امریکا ده

په سوریه کښې موجود ترهګر ځايي نه بلکې مهاجر دي او ممکنه ده یو بل ځاې ته لاړ شي او هلته امنیتي مشکلات جوړ کړي.

د ایران د اسلامي شورا مشر امریکایان په سیمه کښې د ترهګرۍ د رامینځته کیدو اصلي لامل وبلل او ویې ویل: د داعش ترهګرې ډلې له جوړولو د امریکې اصلي هدف د صهیونیسټي رژيم په ګټه د مسلمانانو ترمینځ د نښتې رامینځته کول دي.

علي لاریجاني په استنبول کښې آسیايي پارلیمانونو د ټولنې د لسمې غونډې ترڅنګ د ترکیې ټي آر ټي چینل ته په مرکه کښې څرګنده کړه: نن سبا اسرائیلیان د داعش له ځپل کیدو سخت خوابدي شوي او د لبنان لپاره د ستونزو جوړولو په تکل کښې دي.

لاریجاني د داعش ترنیواک لاندې سیمو د آزادۍ او په سیمه کښې د دغې ډلې د ماتې په مهم بللو سره زیاته کړه: په سوریه کښې موجود ترهګر ځايي نه بلکې مهاجر دي او ممکنه ده یو بل ځاې ته لاړ شي او هلته امنیتي مشکلات جوړ کړي.

د ایران د پارلمان مشر په دې خبرې سره چې امریکایان نیت لري هیوادونه له ایران سره له اړیکو اندیښمن کړي، څرګنده کړه: امریکا په داسې حال کښې پر ایران تور لګوي چې د ایران اسلامي جمهوریت تراوسه په هیڅ کوم هیواد تیری نه دی کړی بلکې امریکایان تل نور هیوادونه ګواښي.

لایجاني زیاته کړه چې په عراق او سوریه کښې د ایران شتون له ترهګرۍ سره د مقابلې لپاره د دغو هیوادونو د حکومتونو په غوښتنه و. هغه په دې خبرې سره چې په سوریه او عراق کښې د داعش په ماتې سره امریکایان په سیمه کښې د نورو دسیسو اجرا کول غواړي، وویل: ترکیه او ایران دې احتیاط کوي چې په نویو مشکلاتو کښې ګیر نه شي.