اسلامی ایران دمصر په جومات ترهګره حمله وغندله
-
ترڅو چې له ترهګرو ډلوسره دسعودي عربستان او دنوروعربو هیوادونو مالي اوپوځي مرستې دوام ولري اسلامي هیوادونه به هیڅکله ارامښت اوثبات ونه ویني .
زمونږخبریال وایی د ایران داسلامی جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت ویندوی بهرام قاسمی په مصر کښې په جومات د دداعش وهابی صهیونیسټی تکفیری ترهګرۍ ډلې د بم چاودنې او ډزو په غندلو سره ددغه پیښې د قربانیانو له خپلوانو او خلکو سره خواخوږی څرګنده کړه .
دمصر په شمال کښې په سینا ولایت کښې پرون دصوفیانو په الروضه جومات د داعش وهابی ټروریسټی ډلې په بم چاودنې او برید کښې تراوسه دوه سوه پینځه دیر(۲۳۵) بې ګناه لمونځ ګزار شهیدان او څه دپاسه یوسل پینځویشت(۱۲۵) نور سخت ژوبل شوی دی چې ځینې پکښې مرګی حاله دی .
دایران دباندنیو چارو د وزارت ویندوی بهرام قاسمی وویل تکفیری ترهګرۍ چې نن سبا یې په سیمه کښې سختی ماتی خوړلی دی دخپل وجود د بیا څرګندولو لپاره له هیڅ ډول بې رحمانه اقدام او ناوړه کوشش ډډه نه کوی او دغه کار د ترهګرۍ د دقیق او حقیقی پیژندنې او ورسره دجدی او ډله ایزې مقابلې لپاره د سیمې دحکومتونومسوولیت دوه(۲) برابره کوی .
بهرام قاسمی په دغه خاص وخت کښې ټول ملتونه او حکومتونه د وینه تویونکو او مرګونو ماتی خوړلیو ترهګرو ډلو د نویو دسیسو په وړاندې ډیرې هوښیارتیا ته وروبلل .
دمصر په سینا ولایت کښې له تیرو له تیرو څو کلونو راهسې داعش وهابی ترهګره ډله چې زیاتې مالی مرستې ورسره سعودی عربستان اوځینې نور عرب او اروپایی هیوادونه کوی ترهګرو حملو اوبم چاودنو ته دوام ورکړی چې له کبله یې تراوسه په سلګونو کسان وژل شوی او ژوبل شوی دی .
ترڅو چې له ترهګرو ډلوسره دسعودی عربستان او دنوروعربو هیوادونو مالی اوپوځی مرستې دوام ولری اسلامی هیوادونه به هیڅکله ارامښت اوثبات ونه وینی .