په یمن کښې د قحطۍ د رامینځته کیدا احتمال شته
https://parstoday.ir/ps/news/world-i59797-په_یمن_کښې_د_قحطۍ_د_رامینځته_کیدا_احتمال_شته
زمونږخبریال وایی دملګروملتونو دسرمنشی مرستیال سیر مارک لوکاک وویل په یمن کښې په میلیونونوخلک د قحطۍ او نیستۍ له خطر سره مخ شوی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 25, 2017 01:33 Asia/Kabul
  • دسعودي عربستان حملو او بریدونو دیمن بې وزله هیواد دخوراکي موادو او دخواړو له سخت کمښت سره مخ کړی .
    دسعودي عربستان حملو او بریدونو دیمن بې وزله هیواد دخوراکي موادو او دخواړو له سخت کمښت سره مخ کړی .

زمونږخبریال وایی دملګروملتونو دسرمنشی مرستیال سیر مارک لوکاک وویل په یمن کښې په میلیونونوخلک د قحطۍ او نیستۍ له خطر سره مخ شوی دی .

هغه وویل دیمن په کلابند کولو کښې د سعودی عربستان او دهغه دملګرو هیوادونو اقدام  دیمن  خلکو ته د مرستو رسولوکار ګډوډ کړی دی .

د ملګروملتونو دسرمنشی مرستیال سیر مارک لوکاک وویل تر هغه وخته چې یمن ته  خوراکی مواد ،سونګ او درمل وانه استول شی په دغه هیواد کښې به د مرستو د رسولو د عملیاتو له سره پیلول مکمن نه وی .

هغه وویل دیمن سمندری کلابندۍ باید زر ترزره ختمه شی .

سعودی عربستان د امریکا ، متحده عربی اماراتو، اردن، اسرائیلو او دانګلستان په ملاتړ او مرستې سره له ۲۰۱۵ میلادی کال راهسې د یمن دخلکو پرضد حملو او د سمندر ، ځمکې اوهوا له لارې کلابندۍ ته دوام ورکړی دی .

دسعودی عربستان حملو او بریدونو دیمن بې وزله هیواد دخوراکی موادو او درملو له سخت کمښت سره مخ کړی او په دغه هیواد کښې ډول ډول ناروغیانې زیاتی شوی دی او هره ورځ  ډیر خلک او ماشومان د خواړو او درملو د نشتون په وجه مری هم .