ملګری ملتونه باید د سوچی ښار بیانیه خپره کړی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i59801-ملګری_ملتونه_باید_د_سوچی_ښار_بیانیه_خپره_کړی
ایرنا خبری اژانس وایی د ایران ، روسیې او دترکیې استازیو دملګروملتونو سرمنشی او دامنیت شورا مشر ته په ګډ لیک استولو سره له هغوې وغوښتل ددغو دریو (۳)هیوادونو د ولسمشرانو ګډه بیانیه چې په سوچی بندری ښار کښې دسوریې په اړه تصویب شوه د امنیت شورا د سند په توګه خپره کړی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 25, 2017 01:52 Asia/Kabul
  • امریکا اوس د داعش ډلې پاتې کسان افغانستان ته انتقال کړي دي چې ددغه ډلې فعالیتونه مرکزي اسیا هیوادونه ته پراخ کړي .
    امریکا اوس د داعش ډلې پاتې کسان افغانستان ته انتقال کړي دي چې ددغه ډلې فعالیتونه مرکزي اسیا هیوادونه ته پراخ کړي .

ایرنا خبری اژانس وایی د ایران ، روسیې او دترکیې استازیو دملګروملتونو سرمنشی او دامنیت شورا مشر ته په ګډ لیک استولو سره له هغوې وغوښتل ددغو دریو (۳)هیوادونو د ولسمشرانو ګډه بیانیه چې په سوچی بندری ښار کښې دسوریې په اړه تصویب شوه د امنیت شورا د سند په توګه خپره کړی .

دغه ګډ لیک په ملګروملتونو کښې دایران، روسیې او د ترکیې استازیو غلامعلی خوشرو، واسیلی نبنزیا (Vasily Nebenzya)او فریدون سینیر لیګلو (Feriden Sinirlioglu) لاسلیک کړی ده .

دایران ولسمشر حسن روحانی ، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د نوامبر دمیاشتې په دوه ویشتمه(۲۲) نیټه د روسیې په سوچی بندری ښار کښې  د درې اړخیزه غونډې په پاییزې بیانیې  کښې دسوریې د ځکمنۍ  بشپړتیا ، وحدت ،خپلواکۍ او دواکمنۍ په بیا تائیدولو سره موافقه وکړه د ترهګرو ډلو تر نهای ماتی پورې  به له یوبل سره ملګرتیا ته دوام ورکړی .

په سوریې کښې کړکیچ له ۲۰۰۱ میلادی کال راهسې د سعودی عربستان، امریکا، انګلستان، اسرائیلو ،فرانسې او دنورو عربواو اروپای هیوادونو تر ملاتړ لاندې دترهګرو ډلو په پراخ یرغل او دصهیونیسټ رژیم په ګټه دسیمې دمعادلاتو دبدلولولپاره پیل شوی چې اوس هم دوام لری .

په سوریې او عراق کښې اوس د داعش ترهګرې ډلې ټغر د ایران داسلامی جمهوریت، د روسیې اود لبنان داسلامی مقاومت غورځنګ حزب الله په سرشیندونو او هڅو سره ټول شوی او امریکا اوس د داعش ډلې پاتې کسان افغانستان ته انتقال کړی دی چې ددغه ډلې فعالیتونه مرکزی اسیا هیوادونه ته پراخ کړی چې دچین او د روسیې لپاره امنیتی مشکلات رامینځته کړی .