اروپایی اتحادیې انګلستان ته لس ورځې مهلت ورکړی
-
ټاکل شوي ده چې انګلستان دمعلوم شوي پروګرام پراساس د ۲۰۱۹ میلادي کال دمارچ په نهویشتمه (۲۹)نیټه له اروپايي اتحادیې ووځي .
ایرنا خبری اژانس وایی د اروپایی اتحادیې د شورا مشر ډونالډ ټاسک (Donald Tusk)په یوه الټی میټم کښې له بریتانیا وغوښتل لندن په لسو (۱۰)ورځو کښې له اروپایی اتحایې د وتلو په اړه پرمختګ لاس ته راوړی .
اروپایی اتحادیې دانګلستان لومړۍ وزیرې میرمن ټریسا مې ته یو(۱) الټی میټم ورکړی دی چې له دغه اتحادیې د لندن د و تلو شرایط برابر کاندی چې داروپایی اتحادیې مشران په دسمبر میاشت غونډې کښې دتجارتی خبرو د پیلولو لپاره وهڅوی .
د اروپایی اتحادیې دشورا مشر ډونالډ ټاسک د بیلجیم هیواد په پلازمینې بروکسل کښې دانګلستان له لومړۍ وزیرې «میرمن ټریسامې» سره له کتنې وروسته وویل باید په لسو (۱۰)ورځو کښې له ایرلینډ سره د سرحدی مسلې په شمول په ټولو زمینو کښې دانګلستان لخوا د پرمختګ کتونکی ووسو .
ډونالډ ټاسک وویل که چیرې دبریتا او د اروپایی اتحادیې ترمینځ په خبرو کښې تر راتلونکی دسمبر میاشتې پورې کوم پرمختګ ترلاسه نشی نو د انګلستان په کارونو به دباو زیات شی او تاجران به تاوان ووینی .
ټاکل شوی ده چې د انګلستان لومړۍ وزیره ټیریسا مې د دسمبر په څلورمه۴() نیټه له اروپایی اتحادیې د بریتانیا د وتلو په چارو کښې د ددغه اتحادیې له لوړرتبه مرکچی میشل بارنیه او د اروپا دکمیسیون له مشر ژان کلوډ یونکر سره کتنې او خبرې وکړی .
ټاکل شوی ده چې انګلستان دمعلوم شوی پروګرام پراساس د ۲۰۱۹ میلادی کال دمارچ په نهویشتمه (۲۹)نیټه له اروپایی اتحادیې ووځی .