اروپایی اتحادیې انګلستان ته لس ورځې مهلت ورکړی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i59803-اروپایی_اتحادیې_انګلستان_ته_لس_ورځې_مهلت_ورکړی
ایرنا خبری اژانس وایی د اروپایی اتحادیې د شورا مشر ډونالډ ټاسک (Donald Tusk)په یوه الټی میټم کښې له بریتانیا وغوښتل لندن په لسو (۱۰)ورځو کښې له اروپایی اتحایې د وتلو په اړه پرمختګ لاس ته راوړی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 25, 2017 02:04 Asia/Kabul
  • ټاکل شوي ده چې انګلستان دمعلوم شوي پروګرام پراساس د ۲۰۱۹ میلادي کال دمارچ په نهویشتمه (۲۹)نیټه له اروپايي اتحادیې ووځي .
    ټاکل شوي ده چې انګلستان دمعلوم شوي پروګرام پراساس د ۲۰۱۹ میلادي کال دمارچ په نهویشتمه (۲۹)نیټه له اروپايي اتحادیې ووځي .

ایرنا خبری اژانس وایی د اروپایی اتحادیې د شورا مشر ډونالډ ټاسک (Donald Tusk)په یوه الټی میټم کښې له بریتانیا وغوښتل لندن په لسو (۱۰)ورځو کښې له اروپایی اتحایې د وتلو په اړه پرمختګ لاس ته راوړی .

اروپایی اتحادیې دانګلستان لومړۍ وزیرې میرمن ټریسا مې ته یو(۱) الټی میټم ورکړی دی  چې له دغه اتحادیې د لندن د و تلو شرایط برابر کاندی چې  داروپایی اتحادیې مشران په دسمبر میاشت غونډې کښې دتجارتی خبرو د پیلولو لپاره وهڅوی .

د اروپایی اتحادیې دشورا مشر ډونالډ ټاسک د بیلجیم هیواد په پلازمینې بروکسل کښې دانګلستان له لومړۍ وزیرې «میرمن ټریسامې» سره له کتنې وروسته وویل باید په لسو (۱۰)ورځو کښې له ایرلینډ سره د سرحدی مسلې په شمول په ټولو زمینو کښې دانګلستان لخوا د پرمختګ کتونکی ووسو .

ډونالډ ټاسک وویل که چیرې دبریتا او د اروپایی اتحادیې ترمینځ په خبرو کښې تر راتلونکی دسمبر میاشتې پورې کوم پرمختګ ترلاسه نشی نو د انګلستان په کارونو به دباو زیات شی او تاجران به تاوان ووینی .

ټاکل شوی ده چې د انګلستان لومړۍ وزیره ټیریسا مې د دسمبر په څلورمه۴() نیټه له اروپایی اتحادیې د بریتانیا د وتلو په چارو کښې د ددغه اتحادیې له لوړرتبه مرکچی میشل بارنیه او د اروپا دکمیسیون له مشر ژان کلوډ یونکر سره کتنې او خبرې وکړی .

ټاکل شوی ده چې انګلستان دمعلوم شوی پروګرام پراساس د ۲۰۱۹ میلادی کال دمارچ په نهویشتمه (۲۹)نیټه له اروپایی اتحادیې ووځی .