دبحرین حکومت باید د بشری حقوقوفعال ازاد کړی
-
دبحرین خلک دازادو انتخاباتو دترسره کیدا او دعدالت دټینګیدا او د توپیر د ختمیدا او د یوه (۱)منتخب حکومت واک ته درسیدا غوښتنه کوي .
ایرنا خبری اژانس وایی دبشری حقوقو نړیوالې اتحادیې په فرانسې کښې دبحرین له سفیر وغوښتل د بشری حقوقو د فعال نبیل رجب د سمدستی ازادیدا هڅه وکړی .
دبشری حقوقو نړیوالې اتحادیې په یوې (۱)بیانیې کښې دې ته په اشارې سره چې دبحرین دبشری حقوقو د مرکز دمشر نبیل رجب یوازنۍ غلطۍ دا ده چې دبیان او د تفکر ازادۍ ته پاې بند دی وویل دبحرین حکومت د قضایی قوې د دباونو له لارې هڅه کوی دبشری حقوقو دغه فعال غلی کړی .
دبحرین خلک له ۲۰۱۱ میلادی کال راهسې د ال خلیفه دیکتاتور رژیم پرضد صلح ایزو مظاهرو او فعالیتونوته دوام ورکړی خو ال خلیفه رژیم د سعودی عربستان،اردن ، امریکا او داسرائیلو په مرستې سره دخلکو ځپلوته دوام ورکړی او تراوسه یې په سلګونو کسان مړه او ژوبل کړی هم دی او ډیر نور یې نیولی هم دی .
دبحرین خلک دازادو انتخاباتو دترسره کیدا او دعدالت دټینګیدا او د توپیر د ختمیدا او د یوه (۱)منتخب حکومت واک ته درسیدا غوښتنه کوی .