داعش او النصره ترهګرو ډلو جګړې کړی دی
-
دسوریې پوځ په «جوبر» سیمه کښې دوسله والو ډلو په مرکزونو سختې ډزې هم کړي دي .
دلبنان النشره اینټرنیټ پاڼې راپور ورکړ دسوریې سرچینو ددغه هیواد په شمال کښې د حماه دختیځ په خوا کښې د داعش او دالنصره ترهګرو ډلو ترمینځ د سختو جنګونو خبر ورکړ .
د داعش او د النصره ترهګرو ډلو ترمینځ په دغو سختو جنګونو کښې د دواړو لورو یوشمیر غړی مړه او یا ژوبل شوی دی .
دغه راز د سوریې په جنوب لویدیځ کښې د درعا د لویدیځ په خوا کښې په الیرموک ښارګی کښې د سوریې د ازاد پوځ په نوم له ډلې سره دداعش ډلې جنګونه شوی دی .
په عین حال کښې د سوریې پوځ د پلازمینې دمشق په خوا کښې د «جوبر» محلې دازادولو لپاره دخپلوعملیاتو نوی پړاو پیل کړ .
دسوریې پوځ په «جوبر» سیمه کښې دوسله والو ډلو په مرکزونو سختې ډزې هم کړی دی .
دسوریې کړکیچ له ۲۰۱۱ او د عراق کړکیچ هم له ۲۰۱۴ میلادی کال راهسې د سعودی عربستان، امریکا او دنورو عربو او اروپایی هیوادونو تر ملاتړ لاندې د ترهګرو ډلو په پراخ یرغل سره دصهیونیست رژیم په ګټه د سیمې دمعادلاتو دبدلولو لپاره پیل شوی وو خو اوس د دغو دوو(۲) هیوادونو عسکرو د لبنان د حزب الله غورځنګ او د ولسی ځواکونو په ملاتړ سره ترهګرو ته سخته ماتی ورکړی ده او د ټروریسټی ډلو تغر یې ټول کړی دی .