د انګلستان پوځیان د عربستان عسکرو ته روزنه ورکوی
-
د بریتانیا پوځ بیا هم په پټ ډول د عربستان عسکرو ته په یمن کښې دجنګ لپاره روزنه ورکوي .
زمونږخبریال وایی د بریتانیا یوې (۱)مجلې ایشوا کړه د انګلستان پوځ په پټ ډول دسعودی عربستان عسکرو ته په یمن د حملې لپاره روزنه ورکوی .
میل ان سنډې(Mail on Sunday) اونیزې په یوه(۱) راپور کښې وویل له دې سره سره چې سعودی عربستان په یمن کښې دبشریت پرضد په جنایت تورن دی خو د بریتانیا پوځ بیا هم په پټ ډول د عربستان عسکرو ته په یمن کښې دجنګ لپاره روزنه ورکوی .
د سکاټ لینډ په دوهم(۲) غونډ کښې د کراس ویز(Crossways) په نوم عملیاتو کښې په یمن کښې دیره د سعودی عربستان دسلطنتی ځمکنی دموسسې افسرانو ته د جنګ نادود تاکتیکونه ورزده کړې شوی دی .
دغه مجلې ولیکل د انګلستان د کنزرویټو ګوند غړی او د دغه هیواد دپراختیا پخوانی وزیر اینډور میچل بیګا وویل دیمن په جنګ کښې د بریتانیا د پوځ ګډون په حقیقت کښې په دغه کړاونکی جنګ کښې د لندن د شرمونکی ملګرتیا یوه(۱) برخه ده او حکومت باید په دې اړه ولسی جرګې یعنی هاوس اف کامنز(House of Commons) ته توضیح ورکړی .