دمصر پوځ به له ترهګرو زر غچ واخلی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i59919-دمصر_پوځ_به_له_ترهګرو_زر_غچ_واخلی
زمونږ خبریال وایی د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسی وویل حکومت به په سینا ولایت کښې په العریش ښار کښې په «الروضه» جومات دوسله والو عناصرو دحملې غچ واخلی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 26, 2017 11:19 Asia/Kabul
  • دمصر سینا ولایت د سرزوروپه تیره بیا  داعش ډلې ته د اړونده ترهګرو ډلو مهم مرکزی دی .
    دمصر سینا ولایت د سرزوروپه تیره بیا داعش ډلې ته د اړونده ترهګرو ډلو مهم مرکزی دی .

زمونږ خبریال وایی د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسی وویل حکومت به په سینا ولایت کښې په العریش ښار کښې په «الروضه» جومات دوسله والو عناصرو دحملې غچ واخلی .

هغه وویل دمصر وسله وال ځواکونه او مدنی پولیس به په نږدې راتلونکی  کښې دوژل شویو کسانو د وینې بدل واخلی او له تکفیری او سرزوروکسانو سره به په اقتدار سره  او سخت چلند وکړی  .

د مصر دولسمشر دغه څرګندونې په داسې حال کښې دی چې دغه هیواد له ۲۰۱۳ میلادی کال راهسې تراوسه له ترهګرو بم چاودنو او ناکراریو سره مخ دی او د وسله والوتکفیری ترهګرو ډلو په حملو کښې په سلګونو پولیس او پوځیان وژل شوی هم دی .

دغه راز دمصر دکورنیو چارو وزارت په ټولو ولایتونو کښې د امنیتی تیارسۍ د سویې د زیاتیدا خبر ورکړ .

په تیرې جمعې ورځ د مصر په سینا ولایت کښې په العریش ښار کښې په «الروضه» جومات د داعش وهابی صهیونیسټی تکفیری ترهګرې ډلې په بم چاودنې او ډزو کښې درې سوه پینځه(۳۰۵) بې ګناه لمون ګزار مړ او په لسګونو نور ژوبل شوی وو .

دمصر سینا ولایت د سرزوروپه تیره بیا  داعش ډلې ته د اړونده ترهګرو ډلو مهم مرکزی دی .