دمصر پوځ به له ترهګرو زر غچ واخلی
-
دمصر سینا ولایت د سرزوروپه تیره بیا داعش ډلې ته د اړونده ترهګرو ډلو مهم مرکزی دی .
زمونږ خبریال وایی د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسی وویل حکومت به په سینا ولایت کښې په العریش ښار کښې په «الروضه» جومات دوسله والو عناصرو دحملې غچ واخلی .
هغه وویل دمصر وسله وال ځواکونه او مدنی پولیس به په نږدې راتلونکی کښې دوژل شویو کسانو د وینې بدل واخلی او له تکفیری او سرزوروکسانو سره به په اقتدار سره او سخت چلند وکړی .
د مصر دولسمشر دغه څرګندونې په داسې حال کښې دی چې دغه هیواد له ۲۰۱۳ میلادی کال راهسې تراوسه له ترهګرو بم چاودنو او ناکراریو سره مخ دی او د وسله والوتکفیری ترهګرو ډلو په حملو کښې په سلګونو پولیس او پوځیان وژل شوی هم دی .
دغه راز دمصر دکورنیو چارو وزارت په ټولو ولایتونو کښې د امنیتی تیارسۍ د سویې د زیاتیدا خبر ورکړ .
په تیرې جمعې ورځ د مصر په سینا ولایت کښې په العریش ښار کښې په «الروضه» جومات د داعش وهابی صهیونیسټی تکفیری ترهګرې ډلې په بم چاودنې او ډزو کښې درې سوه پینځه(۳۰۵) بې ګناه لمون ګزار مړ او په لسګونو نور ژوبل شوی وو .
دمصر سینا ولایت د سرزوروپه تیره بیا داعش ډلې ته د اړونده ترهګرو ډلو مهم مرکزی دی .