دیمن الحدیده بندر ته بشر دوستانه مرستې ورسیدلې
https://parstoday.ir/ps/news/world-i59953-دیمن_الحدیده_بندر_ته_بشر_دوستانه_مرستې_ورسیدلې
زمونږخبریال وایی دیمن په لویدیځ کښې د الحدیده بندر د خلاصولولپاره په سعودی عربستان د نړیوالو ټولنو له دباونو وروسته دانسان دوستانه مرستو لومړنۍ (۱)کشتۍ دغه بندر ته ورسیدله .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 27, 2017 01:48 Asia/Kabul
  • سعودي عربستان دیمن مظلوم او بې ګناه خلک دخواړو او درملو له سخت کمښت سره مخ کړي دي .
    سعودي عربستان دیمن مظلوم او بې ګناه خلک دخواړو او درملو له سخت کمښت سره مخ کړي دي .

زمونږخبریال وایی دیمن په لویدیځ کښې د الحدیده بندر د خلاصولولپاره په سعودی عربستان د نړیوالو ټولنو له دباونو وروسته دانسان دوستانه مرستو لومړنۍ (۱)کشتۍ دغه بندر ته ورسیدله .

په دغه کشتۍ کښې چې دیمن په الحدیده بندر کښې یې اوس لنګر اچولی دی پینځه زره پینځه سوه (۵۵۰۰)ټنه وړه بار دی.

 دیمن الحدیده بندر څو اونۍ کیږې دسعودی عربستان لخوا په کامل ډول کلابند کړی شوی دی .

په عین حال کښې دسره سمندر دبندرونو د موسسې مشر ابوبکر اسحاق وویل دیمن الحدیده بندر ته صرف  دیوې(۱) کشتۍ ورتلل کافی نه دی او مونږ د ټولوبایکاټونو دختمیدا او د تجارتی کشتیو د ورتلو داجازې غوښتونکی یوو .

دیمن دالحدیده ولایت والی حسن احمد الهیج په ځلونو خبرداری ورکړی دی ددغه ساحلی ولایت خلک دسعودی عربستان لخوا دیمن دکلابندۍ په علت د بد اقتصادی او روغتیا حالت په خاطر له مرګ سره مخ دی .

دسعودی عربستان  ال سعود رژیم د یمن دخلکو پرضد هرډول جنایت او ظلم کړی  چې اوس هم دوام لری .

سعودی عربستان دیمن مظلوم او بې ګناه خلک دخواړو او درملو له سخت کمښت سره مخ کړی دی .