عراق له غیر دویز جنګ سره مخامخ وو
https://parstoday.ir/ps/news/world-i59957-عراق_له_غیر_دویز_جنګ_سره_مخامخ_وو
زمونږخبریال وایی دعراق دبهرنیوچارو وزیر ابراهیم جعفری وویل هیواد یې له یوه غیردودیز نړیوال جنګ سره مخ وو چې احتمال شته دنړۍ په نورو هیوادونو اغیز واچوی او ددغه هیواد شخړه پاې ته ونه رسیږی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 27, 2017 02:05 Asia/Kabul
  • ددنیا له یوسل څلورویشتو(۱۲۴)هیوادونو څخه ټروریسټان عراق ته راغلي وو .
    ددنیا له یوسل څلورویشتو(۱۲۴)هیوادونو څخه ټروریسټان عراق ته راغلي وو .

زمونږخبریال وایی دعراق دبهرنیوچارو وزیر ابراهیم جعفری وویل هیواد یې له یوه غیردودیز نړیوال جنګ سره مخ وو چې احتمال شته دنړۍ په نورو هیوادونو اغیز واچوی او ددغه هیواد شخړه پاې ته ونه رسیږی .

دعراق دباندنیو چارو وزیر ابراهیم الجعفری په بخارسټ کښې درومانیا له چارواکو سره له کتنې وروسته پرون په یوې(۱) بیانیې کښې وویل عراق له ترهګرۍ سره په جنګ کښې چې په ټولې نړۍ یې حمله کړی ده زیاتې سرشیندنې کړی دی .

هغه ټینګار وکړ په ترهګرۍ د عراق دبریالیتوب راز له دغه خطر سره چې په ټولو یې حمله کړې وه  په مقابلې کښې دخلکو وحدت وو .

دعراق خارجه وزیر جعفری وویل ددنیا له یوسل څلورویشتو(۱۲۴)هیوادونو څخه ټروریسټان عراق ته راغلی وو او په دغه هیواد کښې زیات جنایتونه هم کړی دی .

هغه وویل داعش ډله په جنګ کښې دماشومانو د کارولو او د خلکو دوژلو او د ورانیو د کلتور پراختیا تفکر لری .