روسیه د سوریې دکړکیچ د حل کیدا هڅه کوی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i59965-روسیه_د_سوریې_دکړکیچ_د_حل_کیدا_هڅه_کوی
ایرنا خبری اژانس وایی د کریملین ویندوی دیمیتری پسکوف وویل د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین به دسوریې دکړکیچ دحل لپاره ډیپلوماټیکو هڅوته دوام ورکړی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 27, 2017 03:02 Asia/Kabul
  • دروسیې هوايي ځواک د څلورمې(۴) ورځې لپاره په سوریې کښې دفرات سیند په اوږدوکښې دداعش ترهګرې ډلې په مرکزونو بمبارې وکړې .
    دروسیې هوايي ځواک د څلورمې(۴) ورځې لپاره په سوریې کښې دفرات سیند په اوږدوکښې دداعش ترهګرې ډلې په مرکزونو بمبارې وکړې .

ایرنا خبری اژانس وایی د کریملین ویندوی دیمیتری پسکوف وویل د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین به دسوریې دکړکیچ دحل لپاره ډیپلوماټیکو هڅوته دوام ورکړی .

هغه  په دې خبرې ټینګار سره چې  د روسیې ولسمشر پوتین تراوسه دسورې دکړکیچ دحل لپاره زیاتې هڅې کړی دی وویل هغه به دغو کوششونو ته دوام ورکړی .

دروسیې د ولسمشر ویندوی دغه راز په خپل هیواد کښې دایران داسلامی جمهوریت، ترکیې او دروسیې دمشرانو وروستۍ غونډې ته په اشارې سره وویل  دسوریې دکړکیچ دحل لپاره ورپسې  ګام د روسیې په سوچی سیمه کښې دسوریې  دخلکواودسیاسی ګوندونو دملی خبرواترو دغونډې ترسره کول دی .

بل خبردا چې  دروسیې هوایی ځواک د څلورمې(۴) ورځې لپاره په سوریې کښې دفرات سیند په اوږدوکښې دداعش ترهګرې ډلې په مرکزونو بمبارې وکړې .

ددغو بمباریو هدف دداعش ډلې دپاتې مرکزونو له مینځه وړل دی چې دفرات سیند په لویدیځ کښې د المیادین او دابوکمال ښارونوترمینځ پراته دی .