په امریکا کې په ډزو کې نور ۲۶کسان ووژل شول
په امریکا کې په کال کې په ډزو کې چې دامریکا په بیلابیلو سیمو کې ثبت کیږی ، په زرګونو کسان خپل ژوند له لاسه ورکوی او دا دامریکا واکمن دی چې دامریکا ولس ئې دوسلوالو کسانو په رحم وکرم پریښودلی او تر دې دمه نه دی توانیدلی د وسلو د پیرپلور شرکتونو دلابۍ دزیات نفوذ له امله د وسلو دګرځولو دمحدودولو قانون جوړ کړی
زمونږخبریال راپور راکړ په امریکا کې د وسلوالو تاؤتریخوالو د احصایو ثبتونکی مرکز نن دیوې اعلامیې په خپرولو سره وئیلی دی ، په تیرو څلورویشتو ساعتونو کې دامریکا په بیلابیلو ایالتونو کې د ډ زو په یو شپیته موردونو کې لږترلږه شپږویشت کسان وژل شوی او کابو څلویښت نور ټپیان شوی دی .
په دغې اعلامیې کې هم داراز زیاته شوې ، په امریکا کې په تیرو ۴۸ساعتونو کې د ډزو یو سل دوه نوی موردونه ثبت شوی دی چې په نتیجې کې ئې کابو شپیته کسان وژل شوی او یو سل څلور دیرش نور ټپیان شوی دی .
په امریکا کې په کال کې په ډزو کې چې دامریکا په بیلابیلو سیمو کې ثبت کیږی ، په زرګونو کسان خپل ژوند له لاسه ورکوی او دا دامریکا واکمن دی چې دامریکا ولس ئې دوسلوالو کسانو په رحم وکرم پریښودلی او تر دې دمه نه دی توانیدلی د وسلو د پیرپلور شرکتونو دلابۍ دزیات نفوذ له امله د وسلو دګرځولو دمحدودولو قانون جوړ کړی .