جنوب ختیځې اسیا ته دترهګرو د ستنیدا احتمال شته
-
په فیلپین کښې له ترهګرو ډلو سره زیاتې مرستې سعودي عربستان کوي .
زمونږ خبریال وایی دمالیزیا رسنیو په عراق او سوریې کښې دداعش ډلې له ماتی وروسته دجنوب ختیځې اسیا هیوادونو ته ددغه ترهګرې ډلې د غړیو د ورستنیدا داحتمال په اړه اندیښنه وښودله .
دمالیزیا ځینو رسنیو ددغه هیواد دکارپیژاندونو نظرونه خپاره کړی دی او ویلی یې دی چې دجنوب ختیځې اسیا هیوادونو ته دداعش ترهګرې ډلې دغړیو په ورستنیدا سره په دغو هیوادونو کښې د داعش ترهګرې ډلې دتفکر او دهغوې د ورانکارو اقداماتو او دحملو دزیاتیدا احتمال زیات دی .
دمالیزیا رسنیو دکارپیژاندو په اند ویلی دی د فیلپین په میندانائو جزیرې کښې د داعش ترهګرې ډلې له ماتی وروسته دغه احتمال له مخکې څخه زیات پیاوړی شوی او دجنوب ختیځې اسیا د هیوادونو خلک باید ځانونه د ترهګرو حملو او دیرغمل کیدو لپاره چمتو کړی .
وروسته له دې چې تیره میاشت د فیلپین ماراوی ښار داعش ډلې ته اړونده له ابوسیاف ډلې او مائوته ترهګرې ډلې څخه ازاد کړې شو شناندو خبرداری ورکړ داعش ډله به نوی تاکتیک وکاروی چې یو(۱) یې دخلکو یرغمل کول دی .
د فیلپین په میندانائو جزیرې کښې په ماراوی ښار داعش ډلې ته د اړونده ابوسیاف او دمائوته ترهګرو ډلو په حملې سره دغه ښار دروان میلادی کال دمی د میاشتې له درویشتمې(۲۳) نیټې راهسې د ترهګرو ډلو او دامنیتی ځواکونو ترمینځ دجنګ په میدان بدل شوی وو.
په دغو جنګونو کښې دوه سوه نوی(۲۹۰) ټروریسټان ، اویا (۷۰)حکومتی عسکر ،څلورڅلویښت(۴۴) ملکیان وژل شوی او دوه لکه شپږڅلویښت زره(۲۴۶۰۰۰) خلک هم کورونو پریښودو ته مجبوره شوی وو .
په فیلپین کښې له ترهګرو ډلو سره زیاتې مرستې سعودی عربستان کوی .