دسوریې حکومت او مخالفان باید په خبرو کښې ګډون وکړی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i60011-دسوریې_حکومت_او_مخالفان_باید_په_خبرو_کښې_ګډون_وکړی
زمونږخبریال وایی دسوریې په چارو کښې دملګروملتونو د سرمنشی ځانګړی استازی اسټیفن ډی میستورا د جینیوا په خبرو کښې د سوریې دټولو لورو په ګډون ټینګار وکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 28, 2017 02:04 Asia/Kabul
  • روسیې ویلي دي چې د سوریې دحکومت دمخالفانو وارمخکې شرط د جینیوا دخبرو د بهیر اصل له مینځه وړي .
    روسیې ویلي دي چې د سوریې دحکومت دمخالفانو وارمخکې شرط د جینیوا دخبرو د بهیر اصل له مینځه وړي .

زمونږخبریال وایی دسوریې په چارو کښې دملګروملتونو د سرمنشی ځانګړی استازی اسټیفن ډی میستورا د جینیوا په خبرو کښې د سوریې دټولو لورو په ګډون ټینګار وکړ .

هغه پرون په ویډیویی کانفرنس کښې دسوریې په موضوع سره د ملګروملتونو دامنیت شورا غونډې ته د جینیوا د کانفرنس په اړه په یوه(۱) راپور کښې په ریاض کښې  د دمشق د حکومت د مخالفو مشرانو غونډې ته په اشارې سره دسوریې له ټولو مرکچی ډول وغوښتل یوې(۱) حقیقی ډیپلوماسۍ ته مخه کړی .

ډی میستورا دې ته په اشارې سره چې دسوریې دحکومت او دحکومت دمخالفو ډلو مرکچی پلاوی حقیقی خبرو ته چمتو ووسی ډاګینه کړه د جینیوا خبرې باید له هیڅ وارمخکې شرط پرته ترسره شی .

ټاکل شوی ده چې د سوریې په اړه د جینیوا دخبرو اتم(۸) پړاو نن په جینیوا کښې وشی خو دسوریې حکومت تراوسه  په دغه غونډې کښې د خپلو استازیو ګډون نه دی تائید کړی .

ویل کیږی چې دسوریې حکومت په ریاض کښې د حکومت دمخالفانو د غونډې په پاییزې بیانیې اعتراض  کښې په جینیوا کښې دخبرو اترو په اتم(۸) پړاو کښې د ګډون اراده نلری .

دسوریې دحکومت مخالفانو په سعودی عربستان کښې په وروستۍ غونډې کښې د حکومت په انتقالی مرحلې کښې د ولسمشر بشار اسد د رول د نه لوبولوغوښتنه کړی وه خو دمشق له دغه غوښتنې سره کلک مخالفت کړی دی .

دسوریې دحکومت مخالفانو غوښتنې دغه راز د روسیې  چې په جینیوا غونډې کښې دڅارونکی په توګه ګډون کوی مخالفت هم ځان پسې درلودلی .

روسیې ویلی دی چې د سوریې دحکومت دمخالفانو وارمخکې شرط د جینیوا دخبرو د بهیر اصل له مینځه وړی .