دبحرین حکومت باید د شیخ عیسی قاسم درملنه وکړی
Nov 28, 2017 02:25 Asia/Kabul
-
دبخښنې نړیوالې موسسې دبحرین له چارواکو وغوښتل چې زر شیخ عیسی قاسم د درملنې لپاره روغتون ته یوسي .
ایرنا خبری اژانس وایی دبخښنې نړیوالې موسسې ایمنیسټی اینټرنیشنل(Amnesty International) پرون دبحرین د ستر مذهبی مشر شیخ عیسی قاسم د جسمی حالت له خرابیدا وروسته ددغه هیواد له چارواکو وغوښتل سمدستی د هغه ددرملنې شرایط برابر کړی .
دغه موسسې دبحرین له چارواکو وغوښتل چې زر شیخ عیسی قاسم د درملنې لپاره روغتون ته یوسی .
د بحرین دستر مذهبی مشر شیخ عیسی قاسم د جسمی حالت په خرابیدا سره دهغه کورنۍ ددرملنې لپاره دیوشمیر نړیوالو ډاکټرانو د استولو غوښتنه کړی ده .
دبحرین خلک له ال خلیفه دیکتاتور رژیم څخه سخت پوزې ته راغلی اوهغوې دازادو انتخاباتو له لارې دیوه (۱)خپلواکه حکومت دجوړیدا او د توپیر دختمیدا او د عدالت د ټینګیدا غوښتونکی دی .